کورونا وېروس: د هرات روغتون له قرنطین خونې ناروغان تښتېدلي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د هرات له یوه روغتونه د دوه ښځو په ګډون هغه ۳۸ تنه تښتېدلې چې د کورونا وېروس د شک له امله په قرنطین کې وو.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله ماریار رسنیو ته ویلي چې دغه کسان نن ( دوشنبه مارچ ۱۶) مازدیګر د خپلو خپلوانو په مرسته د یوشخړې په پایله او د روغتون د ښېښو په ماتولو سره تښتېدلي دي.

ښاغلي مایار ویلي دې کسانو ډاکټران هم وهلی او موظفو پولیسو سرتیرو د وضعیت په کابو کولو کې مرسته نه ده کړې.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ځینو رسنیو ته ویلي چې په تښتېدلو کسانو کې یوه مثبته پېښه هم ده چې د دایکندي ولایت اوسېدونکی دی.

له دې وړاندې داسې شکایتونه وو چې ګواکې د قرنطین په خونه کې د پالنې امکانات نشته او سمه درمنله هم نه کیږي.

د رسمي شمېرو له مخې په هرات کې د کورونا وېروس یوولس مثبتې پېښې ثبت شوي او یو شمېر نور مشکوک دي.

بل لورته افغان حکومت د کرونا وېروس مخنیوي په موخه د ودونو د تالارونو، اوبو حوضونو او نورو هغو مناسبتي مراسمو چې ډېر خلک پکې راټولېږي، د تړلو او ځنډولو پرېکړه وکړه.

چارواکي وايي چې له دغه وېروس سره مبارزه اوس د حکومت لومړیتوب دی.

افغان ولسمشر د یوه حکم له مخې د کرونا وېروس د مخنیوي او وقایې په موخه د بېلا بېلو دولتي بنسټونو ګډه کمېټه جوړه کړې، چې د ولسمشر د حکمونو پلي کېدل به څاري.

د دې کمیټې مشر وحید عمر نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په دې اړه د حکومت پرېکړه وروستۍ ده او هغه مراسم باید لغوه شي چې د ډېرو خلکو راټولېدو شونتیا پکې وي.

ښاعلي عمر همدا راز د حج او اوقافو وزارت مننه وکړه چې د وري میاشتې تر دېرشمې نیټې یې د ټولو دیني مدرسو د تړلو پرېکړه کړې ده.

ها خوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د دغه وېروس د مخنیوي په موخه د ملکي خدمتونو په ټولو ادارو کې امیندواره مېرمنو او د پاخه عمر لرونکو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې دوه او درې اوونۍ له کوره کار وکړي.

افغانستان کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې ۲۱ شوې:

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې افغانستان کې د کورونا پنځه تازه مثبت پېښې په هرات، لوګر او بادغیس ولایتونو کې ثبت شوې، چې په هېواد کې د ټول ټال کورونا مثبت پېښو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.

ددغه وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته ویلي، دا ټولې مثبت پېښې په هغو کسانو کې موندل شوې، چې له ایرانه راستانه شوي دي.

ښاغلی مایار وايي، تر اوسه د افغانستان کورونا اړوند ځانګړي مرکز کې د کورنا ۲۶۳ مشکوکې پېښې ازمویل شوې، چې د ۲۴۲ پېښو پایلې منفي او ۲۱ یې مثبتې ثابتې شوې دي.

دی وايي، اوس پر یوه مشکوکه پېښه کار کوي چې لابراتواري ازموینې ورباندې روانې دي او پایله به یې وروسته اعلان شي.

تېره ورځ، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کورونا وېروس د وقایې او په اړه یې د عامه معلوماتو د یوې کمېټې جوړېدو امر کړی.

ارګ وايي، د ولسمشر د سلاکار وحید عمر په مشرۍ دا کمېټه به د کورونا په اړه هر ډول غږیږ، تصویري او متني معلومات له خلکو سره شریکوي.

په افغانستان کې ډېری په کورونا وېروس اخته کسان له ګاونډي ایران نه افغانستان ته راستانه شوي او یا له هغو کسانو سره په اړیکه کې وو، چې له ایرانه راستانه شوي دي.

خو د افغانستان ولسي جرګې په هېواد کې د کورونا وېروس په تړاو د روان وضعیت په اړه ځانګړې ناسته جوړه کړې وه، چې د عامې روغتیا، کډوالو چارو او د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت وزیران او چارواکي ورغوښتل شوي وو.

د ولسي جرګې په دې ځانګړې ناسته کې د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، هره ورځ له ایرانه تر پنځلسو زرو افغانان له ایرانه راستنېږي.

وړمه ورځ، د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه د هڅو په لړ کې افغان حکومت د راتلونکې څه باندې یوې میاشتې لپاره ټول پوهنتونونه، ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه وتړل او هغه چې نه دي پیل شوي تر همدې مودې پورې یې وځنډول.

افغانستان کې اول ځل کورونا په هرات ولایت کې تشخیص شوه، چې له ایران سره پر پوله پروت دی او د ایراني چارواکو په خبره، هلته تر لس زرو ډېر کسان کورونا نیولي او له امله یې له ۶۰۰ زیات مړه شوي دي.

د نړۍ په لر و بر کې د کورونا وېروس مخنیوي په اروپا کې میلیونونه وګړي د تګ راتګ له سخت محدودیت سره مخامخ کړي دي.