طالبان: کورونا وېروس افغان زندانونو کې ناورین رامنځته کولی شي

افغان طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان په حکومتي زندانونو کې د کورونا وېروس د خپرېدو او د زندانیانو د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په دې خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر پاڼه خپره شوې، راغلي چې حکومتي زندانونو کې د زندانیانو د ګڼ شمېر له کبله د کورونا وېروس خپرېدل لوی ناورین رامنځه کولی شي.

طالبان په داسې حال کې د کورونا وېروس په تړاو دا اندېښنه څرګندوني چې د طالب بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جننجالي شوې ده او د دواړو غاړو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلېدو پر وړاندې یو لوی خنډ ګرځېدلی.

د طالبانو خبرپاڼه وایي، په دې زندانونو کې د نظافت او صحت اسانتیاوې په نشت حساب دي او تر اندازې زیات بندیان پکې ساتل کېږي، نو ځکه دا ځایونو له جدي ګواښ سره مخ دي.

په خبرپاڼه کې پر نړیوالو خیریه او حقوقي ټولنو هم غږ شوی چې د زندانونو وضعیت ته جدي پام وکړي او اړوندو ادارو ته اړینې سپارښتنې ورسوي.

طالبانو ویلي، که چېرې دې زندانونو کې روغتیایي ناورین رامنځته کېږي نو مسئولیت به یې د افغان حکومت، چې دوی یې د کابل اداره بولي، او د هغوی د بهرنیو ملاتړو پر غاړه وي.

خو افغان حکومت د طالبانو دې خبرپاڼې ته غبرګون کې بي بي سي ته وویل، د طالبانو دا ادعا هېڅ معنی نه لري، او افغان حکومت د یو مسئول حکومت په توګه د خپلو اتباعو خوندیتابه ته جدي پاملرنه کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې پر ورځ د کورونا وېروس د مخنیوي په پار د عامو اړیکو دولتي کومېټه جوړولو فرمان هم ورکړی.

دا کومېټه، چې مشري به یې په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر کوي، خلکو ته به د دې وېروس په اړه د پوهاوي ورکولو په پار د بېلابېلو بنسټونو ترمنځ همغږي رامنځته کوي.

بله خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا وېروس پنځو تازه پېښو په ثبتېدو په هېواد کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۶ ته رسېدلی، خو د ولسي جرګې غړو د کورونا وېروس د وضعیت په اړه ځانګړې ناسته کې دا شمېرې "دروغ" وبللی چې په وینا یې، ریښتینې شمېرې تر دې ډېرې لوړې دي.

په هرات ولایت کې، چې له ایران سره ګډه پوله لري او هره ورځ زرګونه افغانان له ایرانه افغانستان ته د دې ولایت له لارې راستنېږي، په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۳، ښودل شوی. په سمنګان، بلخ، کاپیسا او دایکندي ولایتونو کې هم یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

ویل کېږي تر اوسه د عامې روغتیا وزارت د کورونا وېروس ۲۰۶ مشکوکې نمونې ارزولې او پاتې یې منفي دي.

په افغانستان کې ډېری په کورونا وېروس اخته کسان له ګاونډي ایران نه افغانستان ته راستانه شوي او یا له هغو کسانو سره په اړیکه کې وو، چې له ایرانه راستانه شوي دي.

خو د افغانستان ولسي جرګې په هېواد کې د کورونا وېروس په تړاو د روان وضعیت په اړه ځانګړې ناسته جوړه کړې وه، چې د عامې روغتیا، کډوالو چارو او د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت وزیران او چارواکي ورغوښتل شوي وو.

د ولسي جرګې په دې ځانګړې ناسته کې د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، هره ورځ له ایرانه تر پنځلسو زرو افغانان له ایرانه راستنېږي.

نوموړی وویل، تر اوسه په ایران کې په دې وېروس لس اخته کسان مړه شوي.

د ولسي جرګې غړي حبیب الرحمن پدرام د عامې روغتیا له خوا د کورونا وېروس اعلان شوې او اعلانېدونکې شمېرې "له شک ډکې" وبللې.

نوموړي وویل، عامې روغتیا وزارت د کورونا وېروس په اړه "دروغجنې شمېرې" خپروي او اصلي شمېرې له خلکو پټې ساتي.

خو د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز یې په ځواب کې وویل: "موږ ولې دروغ ووایو، دا مسله د یو او بل په ملامتولو نه حل کېږي، دا یوه نړیواله پدیده ده."

تېره ورځ، د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه د هڅو په لړ کې افغان حکومت د راتلونکې څه باندې یوې میاشتې لپاره ټول پوهنتونونه، ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه وتړل او هغه چې نه دي پیل شوي تر همدې مودې پورې یې وځنډول.

له دې وړاندې د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې چارواکو ویلي وو چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سږ کال په دغه ولایت کې نوروز جشن نه جوړېږي.

د هر لمریز کال په لومړۍ ورځ بلخ کې نوروز جشن جوړېږي چې پر څنګلورو ولایتونو سربېره له کابل او نورو سوېلي او ختیځو ولایتونو هم خلک ورځي.

افغانستان کې اول ځل کورونا په هرات ولایت کې تشخیص شوه، چې له ایران سره پر پوله پروت دی او د ایراني چارواکو په خبره، هلته تر لس زرو ډېر کسان کورونا نیولي او له امله یې له ۶۰۰ زیات مړه شویي دي.