تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس؛ کابل کې د وزلوبې لیګ لغوه شو
د افغانستان ملي تلوېزیون ویلي، د بزکشۍ له فدراسیون سره په همغږۍ یې د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې او د وګړو د خوندیتوب پخاطر یې د وزلوبې لیګ سیالۍ لغوه کړې دي.
ملي تلوېزیون پر ټوېټر د دغه تلوېزیون د عمومي رییس اسمعیل میاخېل له خولې لیکلي: "کرونا وېروس يوه جدي ستونزه ده، نو له پامه يې نه شو غورځولی، موږ ته د خپلو وګړو ژوند لومړيتوب لري، ځکه مو د بزکشۍ ليګ لغوه کړ."
په افغانستان کې د وزلوبې لیګ د نوي کال په مناسبت د سې شنبې په ورځ (مارچ ۹) پیل شو.
له کابو څلوېښت کلن ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې د وزلوبې لیګ په افغانستان ترسره کیږي.
د وزلوبي دا سیالي د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او د افغانستان د وزلوبې د فدراسیون له خوا په ګډه د نوي کال په مناسب جوړه شوې ده.
په دې سیالیو کې د فاریاب، تخار، کابل پنجشیر، کاپيسا، پروان، کندوز، سمنګان، بدخشان، سرپل، جوزجان، بغلان، بامیان او بلخ ولایتونو لوبډلې برخه لري. دا سیالي شپږ ورځې دوام کوي او د کابل ښار په حضوري چمن کې ترسره کېږي.
وزلوبه د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې یوه ده، شاوخوا درې کاله وړاندې وزلوبه په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فدراسیون رامنځته شو.
وز لوبه خورا لګښتي، خو پخوا د بې وزلو، بزګرو او شپنو لوبه وه.