کورونا ویروس؛ افغانستان کې ټول ښوونیز بنسټونه وتړل شول

د کورونا ویرس د مخنیوي په موخه د هڅو په لړ کې افغان حکومت د راتلونکې څه باندې یوې میاشتې لپاره ټول پوهنتونونه ، ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه وتړل.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر لیکلي چې د پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ ټول دولتی او نادولتي ښوونیز بنسټونه د راتلونکې حمل / وري میاشتې تر دېرشمې وتړل شول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې په دې اړه د اړونده وزیرانو غونډه کې پریکړه شوې چې د وري میاشتې له ۳۰ نېټې وروسته به په هېواد او سیمه کې د کورونا ویروس له امله رامنځته شوي وضعیت ته په کتو د دې مودې د اوږولو یا نه اوږدولو په اړه پرېکړه کیږي.
په پام کې وه چې د افغانستان په سړو سیمو کې راتلونکې اونۍ نوی ښوونیز کال پيل شي، او په ګرمو سیمو کې ښوونیز کال څو میاشتې وړاندې پیل شوی دی.


له دې وړاندې د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې چارواکو ویلي وو چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سږ کال په دغه ولایت کې نوروز جشن نه جوړېږي.
د هر لمریز کال په لومړۍ ورځ بلخ کې نوروز جشن جوړېږي چې پر څنګلورو ولایتونو سربېره له کابل او نورو سوېلي او ختیځو ولایتونو هم خلک ورځي.
د بلخ مرستیال والي محمد بشیر توحیدي د شـنبې په ورځ مزار شریف کې خبرغونډې ته دا هم وویل، چې په دغه ولایت کې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شوي:
"هوټلونو کې پروګرامونه او غونډې منع شوې او ایران او هند ته الوتونه هم لغوه شوي دي".
د کورونا ویروس له امله د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبد العلي مزاري د تلین کېدونکې غونډه هم لغوه شوه.

د عکس سرچینه، UNICEF
په بلخ کې د نوروز جشن د ځنډولو خبره په داسې مهال ده چې د افغانستان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ وویل، په دغه ولایت کې د کورونا لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوه.
د دغه وزارت ویاند وحید مایار وايي، په بلخ سربېره په کاپیسا کې هم یوه پېښه او سمنګان کې هم یوه تازه پېښه ثبت شوې ده.
وروستي رپوټونه وايي، چې د کورونا یوه بله مثبته پېښه په هرات کې درج شوې ده.
دې سره افغانستان کې تر اوسه په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۱ کسانو ته ورسېد.
د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار په خبره، تراوسه افغانستان کې ۱۸۱ پېښې په لیبارټري کې معاینه شوې او د دایکندي، پروان او پکتیا ولایتونو په ګډون ۱۷۱ نورې پېښې منفي وې.
ښاغلی مایار زیاتوي، چې ۵۲ نورې شکمنې پېښې هم لیبارټري کې معاینه کېږي. د ده په وینا په کورونا ویروس اخته کسان په دې وروستیو کې له ایرانه ستانه شوي وو.

افغانستان کې اول ځل کورونا په هرات ولایت کې تشخیص شوه، چې له ایران سره پر پوله پروت دی او د ایراني چارواکو په خبره، هلته تر لس زرو ډېر کسان کورونا نیولي او له امله یې له ۶۰۰ زیات مړه شویي دي.
که څه هم لومړیو کې افغان چارواکو له ایران سره پوله وتړله، خو بیا یې له پولې پورې غاړه د ستنېدونکو افغانانو لپاره پرانیسته.
د پنجشنبې په ورځ د کډوالو چارو وزیر بي بي سي ته وویل، چې دې وروستیو کې هره ورځ له اوو تر لس زرو افغانان له ایران ستنېږي.








