ارګ د کورونا ویروس له کبله د مزاری تلین غونډه وځنډوله

کورونا

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، افغان ولسمشر په خپله وینا کې د کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د ګډو ملي هڅو غوښتنه وکړه

د کوورنا ویروس له امله په ارګ کې د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبد العلي مزاري د تلین کېدونکې غونډه لغوه شوه.

په همدې مناست افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډويي پيغام کې چې د ویم مرستیال سرور دانش یې هم تر څنګ ولاړ دی، وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان د خبرداري او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنې له مخې دا غونډه لغوه شوه.

دا غونډه لکه د تېرو څو کلونو په څېر سبا نن د پنجشنبې په ورځ( د مارچ ۱۲) په ارګ کې جوړېدله.

ښاغلي غني په دې وینا کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د ملي پَګَړې / بسیج غوښتنه وکړه.

بل لورته ویل کیږي چې په کابل کې د پاکستان سفارت د لنډمهال لپاره افغان وګړو ته د ویزې نه ورکول د لنډ مهال لپاره ځنډولي دي. خو په خپله سفارت په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.

ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچېنې بي بي سي ته وویل چې د پاکستان سفارت ورته ویلي چې نن پنجشنبه یې د وزیرې ورکړه ځنډولې ، خو د راتلونکي په اړه یې پرېکړه نه ده کړې.

له دې مخکې هند ویلي و چې د افغانستان په ګډون د د کورونا ویروس د خورېدو د مخنیوي په موخه د څو هېوادونو وګړو ته ویزې نه ورکوي.

هره ورځ په سلګونو افغانان پاکستان او هند ته سفر کوي، په دې ډله کې د پام وړ شمېر د درملنې لپاره دغه هېواد ته ځي.

تر اوسه افغانستان کې د کورونا ویروس ۱۶۵ شکمنې پېښې معاینه شوې، چې اوه یې مثبتې بلل شوې؛ پنځه هرات او دوه هم شمالي ولایت سمنګان کې.

په دې اوو کې شپږ کسان له ایران افغانستان ته ستانه شوي او وروستي ناروغ هم له دوی سره تماس درلود.

کورونا

افغان روغتیايي چارواکي له ایران د زرګونو افغانانو ستنېدل د کورونا خپرېدو یو خطر بولي.

افغانستان کې د کورونا لومړنۍ مثبتې پېښې تر ثبتېدو وروسته دغه هېواد یوه ورځ له ایران سره پوله وتړله، خو وروسته یې ځکه پرانیسته چې د دوی په خبره، په زرګونو افغانان د پولې ها خوا ایسار وو.

خو افغانستان کې د کورونا خپرېدو له امله ازبکستان خپله پوله له دغه هېواد سره تړلې او پاکستان هم څو ورځې مخکې سپین بولدک پوله اول د یوې او بیا د دوو اونیو لپاره له افغانستان سره وتړله.

له هغه وروسته چې د چارشنبې په ورځ( د مارچ ۱۱) د روغتیا نړیوالې ادارې کورونا وبا وبلله، امریکا هم له برتانیا پرته له ټولې اروپا سره د یوې میاشتې لپاره تګ را تګ بند کړ.

افغانستان کې تدابیر

کورونا

افغان حکومت د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره ۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

ولسمشر غني څو ورځې مخکې د ملي شورا د پرانیستې غونډه کې وویل، که افغانستان کې د کورونا خپرېدل چټک شي، حکومت به له دې ویروس سره د مقابلې لپاره ملي بودیجه باندې بیا کتنه وکړي او د تصویب لپاره به یې بیا ولسي جرګې ته واستوي.

د ممکنه ناروغانو د پېژندلو لپاره د افغانستان پولو او هوايي ډګرونو کې ځانګړي تدبیرونه نیول شوي، خو پر دې ویروس د اخته کس د پېژندلو لپاره یوازې پلازمېنه کابل کې امکانات شته او شکمن کس باید د معاینې د نتیجې تر روښانېدو پورې اړوند ولایت کې قرنطین شي.

د کورونا ویروس د ازمېښت ډبی ۱۶ سوه ډالر لګښت لري چې د ۵۰ کسانو د معاینې لپاره کارېدلی شي.