ایا د امریکا او طالبانو خبرې د سولې هر اړخیزې هوکړې مقدماتي پړاو دی؟

ایا طالبان له امریکا سره هوکړې ته ژمن پاتې شي؟

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ایا طالبان له امریکا سره هوکړې ته ژمن پاتې شي؟
    • Author, جوناتهن مارکس
    • دنده, د دفاعي او دیپلوماتیکو چارو خبریال، میونخ

په میونخ کې له کلني امنیتي کنفرانسه ټولې څرګندې شوې اشارې ښيي چې ښايي امریکا او طالبان به په څو راتلونکو ورځو کې یوه هوکړه اعلان کړي چې ورسره به د افغانانو تر منځ مذاکراتو ته لاره هواره او له دغه هېواده د امریکايي پوځ وتلو ته زمینه برابره شي.

د واشنګټن تر ټولو اوږده جګړه ښايي پای ته ورسېږي او ولسمشر ټرمپ به احتمالاً د ولسمشرۍ لپاره د بیا کاندید کېدو په صورت کې له خپلې هغې ژمنې ګټه پورته کړي، چې ویلي یې و، امریکايي پوځیان به بېرته کورونو ته ستنوي.

د ټرمپ ادارې لپاره دا خورا مهم پړاو دی او دغه راز د افغانستان لپاره هم ښايي د ګټې یا بایلود تر منځ حالت دی، ځکه د دغه هېواد راتلونکی مشروط حالت کې دی، چې څه ډول حکومت به هلته بریالی شي؟

هر ډول جوړ جاړي ته له رسېدو مخکې ډېرې پوښتنې راپورته کېږي، د بېلګې په توګه دا چې اصلاً، پر کومو مسایلو خبرې شوې دي؟ او ایا دا روغه جوړه افغانستان شموله ده؟

او که دا یوازې داسې یوه ساده هوکړه ده، چې د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار پرانیزي؟

کېدای شي دواړه ډولونه ولري، خو دا هم کېدای شي چې یوازې وروستۍ یاده شوې موضوع راونغاړي، البته تر اوسه داسې ډېر جزیات نه شته چې د کومو موضوعاتو په تړاو پرېکړه شوې ده، خو ګومان دا دی چې هوکړه نژدې ده.

په میونخ کې د محمد اشرف غني او مایک پومپیو له لیدنې وروسته د احتمالي هوکړې ځینې جزیات برالا شوي دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په میونخ کې د محمد اشرف غني او مایک پومپیو له لیدنې وروسته د احتمالي هوکړې ځینې جزیات برالا شوي دي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د میونخ کنفرانس په څنډه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې کړې.

له دې لیدنې وروسته یو امریکایی چارواکی د جوړ جاړي ځینې جزیاتو په هکله غږېدلی دی، چې وايي، ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ په افغانستان کې یوه اونۍ اوږد اوربند وشي، چې کېدای شي د امریکايي ځواکونو د وتلو پیلامه ثابته شي.

دغه چارواکی وايي، د تشدد کمولو له لومړنۍ هوکړې وروسته به په لسو راتلونکو ورځو کې د سولې بین الافغاني خبرې کېږي چې ټول افغان لوري پکې شامل وي او همدا د لوړو هیلو اوج ته د رسېدو تکل ښکاري.

خبرې به خورا تفصیلي وي. د افغان او امریکايي ځواکونو خلاف تشدد هم د خبرو برخه ده او د امریکايي چارواکي په خبره د تشدد کلیمې معانا پر کاغذ تشریح شوې ده.

د نورو ډلو له لوري د تشدد رامنځته کېدو په صورت کې به هره پېښه توضیح کېږي او د دې لپاره به د امریکایانو او طالبانو تر منځ د اړیکي یوه لاره موجوده وي او طبعاً په دې هر څه کې د تعقیب او توضیح شرایط هم شامل دي.

امریکايي ځواکونه افغان سرتېرو ته د روزنې ورکولو په حال کې
د عکس تشریح، امریکايي ځواکونه افغان سرتېرو ته د روزنې ورکولو په حال کې

ویل کېږي، طالبانو منلې چې په اوږده مهال کې به په هغو سیمو کې چې د دوی په واک کې دي، د نړیوالو ترهګرو ډلو کوربتوب نه کوي، د روزنې زمینه به نه ورته برابروي او نه به هم مالي مرستې ورسره کوي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې به د یوه ''تلپاتې او هر اړخیز '' اوربند له بحث سره پیلېږي. تر دې مهاله هر څه سم ښکاري، خو داسې نښې نښانې هم شته، چې له کومه ځایه د ورانۍ رامنځته کېدو احتمال شته.

تر اوسه معلومه نه ده چې اصلاً امریکایان له چا سره خبرې کوي او دغه کسان تر کومه بریده د ټولو طالب عناصرو استازیتوب کوي.

په افغانستان کې داسې نورې وسله والې ډلې هم شته چې د ستونزو راپورته کولو ته لیوال دي، نو ایا رښتیا د سولې یوه هوکړه به له دوی خوندي وساتل شي؟

د ناټو عمومي سرمنشي یان ستولټنبرګ ویلي، په افغانستان کې تلپاتې سوله د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته نه شي راتلی، چې په وینا یې پخپله افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه یوه خوله او یو موټی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ناټو عمومي سرمنشي یان ستولټنبرګ ویلي، په افغانستان کې تلپاتې سوله د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته نه شي راتلی، چې په وینا یې پخپله افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه یوه خوله او یو موټی شي.

بله دا چې تر اوسه معلومه نه ده چې په سیمه ییز تناظر کې د سولې په یوه احتمالي هوکړه کې پاکستان کوم ځای لري؟

یو بل څه چې نه پرې پوهېږو د امریکايي ځواکونو د وتلو سرعت او ترتیب دی. که څه هم په ظاهره به امریکايي چارواکي نه غواړي داسې اړتیا پېښه شي، خو ایا هلته به یو شمېر امریکايي ځواکونه پاتې کېږي او که نه؟

او احتمالاً تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا پر طالبانو دا باور کېدای شي، چې هغه څه به عملي کړي، چې هوکړه پرې کوي؟

که یو ځل امریکایان پر خپله لار لاړ شي، ایا دوی به خپله په افغانستان کې دننه د سولې یوې پراخې هوکړې ته ژمن پاتې شي؟

او که دوی ژمن نه پاتې کېږي، د امریکا بندیزونه به څه وي؟

خو اوس خورا ډېر پرمختګ شوی او امریکایان په څرګند ډول د طالبانو له لوري د جدیت ښوولو لومړنیو او ژر تر ژره اشارو ته په تمه دي.

د یوې اونۍ لپاره د تشدد کمولو دغه بهیر ته غځېدلې لاره ده.

بل لور ته ډېر شمېر امریکايي شنونکي په دې اند دي چې ولسمشر ټرمپ د خپلو سیاسي دلیلونو پر بنسټ 'له افغانستانه ' وتلو ته بېړه کوي.

ځینې امریکايان به خواشیني وي چې د 'تل پاتې جګړو ' اوږد مهاله کمپاین بالاخره پای ته د رسېدو فرصت لري، خو هېڅوک ښايي نه پوهېږي چې له دې وروسته به څه کېږي.

روانه اونۍ د امریکا دفاعي چارو ماهر ټوني کورډسمان یوه اندېښنه راپورته کړه چې هغه 'سوله ' چې ولسمشر ټرمپ یې راولي، ښايي د امریکايي ځواکونو وتلو 'ویتنامیز ' کول وي.

نوموړی زیاتوي:

''داسې ډېرې نښې نښانې شته چې ښيي د سولې دا هڅې د امریکايي ځواکونو ایستلو لپاره د جوړ جاړي یوداسې سیاسي پوښ موندلو یوه هڅه وي چې امریکایانو په ویتنام کې پرې مذاکرات کړي وو. ''