ارګ: امریکا وایي طالبانو سره د هوکړې هېڅ بند بې شرطه نه دی

په المان کې د مونیخ د امنیتي کنفرانس یوه څنډه

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، په المان کې د مونیخ د امنیتي کنفرانس یوه څنډه

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکايي چارواکو له قوله وايي، راتلونکې اونیو کې به له طالبانو سره د امریکایانو هوکړه وروستۍ شي.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او دفاع وزیر مارک اسپر له افغان ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي، له طالبانو سره توافق چې احتمالاً به په راتلونکو اونیو کې نهایي شي، مشروطه منځپانګه لري.

د دوی په وینا، د توافقنامې هېڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په غولوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، خو په وینا یې رښتیا دا ده چې هغوی حاضر شول، له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي.

پمپیو (ښی) او ملا عبد الغني برادر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي پمپيو (ښی) د امریکا او طالبانو ترمنځ د اوو ورځو پر اوربند هوکړه يو مهم پرمختگ بللى

د ارګ په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دواړو لوریو پر هغو میکانیزمونو هم خبرې وکړې چې د سولې په خبرو کې د افغان دولت مشري او څار تضمینوي.

د ارګ په ټکو مایک پمپیو په دې لیدنه کې وویل:"پرېږدئ طالبان چې هر څه وایي، ودې یې وایي. له هره ځایه یې چې یې وایي، ودې یې وایي، اما رښتیا دا دي چې باید هغوی له تروريزم او القاعدې ډلې سره مخه ښه وکړي او له جنګه لاس واخلي. موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي وو، یوو او راتلونکې کې به هم یوو."

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو یوې سرچینې چې نه غواړي نوم يي یاد شي ویلي، په دې ګډ بیان کې به د سولې هوکړه لیک د څرنګوالي تر څنګ د دې ډلې او امریکا تر منځ د سولې خبرو ټول جزیات لیکل شوي وي 'ارشیف فوټو'

وړاندې د امريکا يوه جگپوړي چارواکي ويلي و چې په افغانستان کې د اووه ورځني اوربند په اړه د امريکا د متحده ايالاتونو او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې عملي کېدل به ډېر ژر پيل شي او کېداى شي چې د امريکايي پوځيانو وتلو ته لار هواره کړي.

دغه چارواکي ویلي و، د تاوتريخوالي کمېدو په اړه له دغې لومړنۍ موافقې وروسته به په لسو ورځو کې بين الافغاني خبرې پيل شي.

د اسوشیټېډ پریس خبري آژانس له دغې امریکایي سرچینې نقل قول کړی و چې امریکایان او طالبان پر یوه لنډ مهال اوربند موافقې ته رسېدلي او په راتلونکو ورځو کې به عملي شي.

سرچینې زیاته کړې وه، که دغه هوکړه بریالۍ وي، د رسمي اوربند، په بله میاشت کې به د بین الافغاني خبرو اترو د پیل او په اوږدمهال کې د امریکايي سرتېرو د وتلو لامل شي.

ناټو مشر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سټولتنبرګ وايي له ولسمشرغني سره د افغانستان پر کړکېچ غږیدلی

سرچینې ویلي، د اوه ورځني تاوتریخوالي کمولو هوکړه کې به د افغان حکومت امنیتي ځواکونو په ګډون ټول افغانستان شامل وي.

دغه امریکايي چارواکي چې اجازه یې نه درلوده په دې اړه علني خبرې وکړي ویلي، ښايي د دې اونۍ په پای کې دغه هوکړه لاسلیک شي. سرچینې ویلي طالبانو ژمنه کړې چې ځانمرګي، د سړک غاړې بریدونه او چاودنې به دروي.

د طالبانو یوې سرچینې چې په خبرو اترو کې یې برخه درلودلې ویلي ټاکل شوې ده دویمه هوکړه د فبرورۍ پر ۲۹ چې د کب لسمه کېږي لاسلیک او بین الافغاني خبرې به د مارچ میاشتې پر لومړۍ چې د کب ۱۱ مه کېږي، پیل شي.