امریکايي رسنۍ؛ امریکا څو ورځو کې له طالبانو سره جوړجاړی اعلانوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د 'سي اېن اېن' خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د دوو چارواکو له قوله وايي، امریکا به روانه اوونۍ له طالبانو سره جوړجاړي ته د رسېدو اعلان وکړي.
سي اېن اېن او نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ دغه جوړجاړی به د تاتریخوالي د کمولو په اړه وي، چې په رڼا کې به یې د دواړو خواوو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.
په رپوټونو کې ویل شوي، چې د دې هوکړې له مخې به طالبان د تاوتریخوالي د پاموړ کمونې ژمنه کوي او له افغانانو سره به د سولې خپلمنځي خبرې پیلوي. امریکا به یې په بدل له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنه کوي.
وروستي بدلون ته په غبرګون کې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي پوتزل مارکوس هیله منتیا ښودلې او ویلي یې دي چې هېڅ یوه ښکېله غاړه باید د سولې مذاکرې په خطر کې وانه چوي چې بین الافغاني خبرو اترو ته لار اواره شي. ده ویلي جرمني دې بهیر سره مرستې ته چمتو ده.
دا خبره پر داسې مهال شوې، چې افغان ولسمشر او اجرایه رییس پرون وویل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ورته په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره خبرو کې پاموړ پرمختګ شوی دی.
ارګ له طالبانو سره پر سولې خبرو اترو کې د امریکا پرمختګ د ستایلو وړ بولي او ولسمشر محمد اشرف غني په دې خوښي څرګنده کړې چې د سولې په هکله تر اوسه، د ده په وینا، د دوی له اصولي دریځه د ګټورو پایلو راوتل پیل شوي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ښاغلي غني وروسته له هغه پر ټوېټر دا خبرې لیکلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ورته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې له طالبانو سره د سولې خبرو کې د 'پام وړ ' پرمختګ خبر ورکړی.
بل لور ته د افغانستان اجراییه ریاست له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلي پمپیو اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم د سولې پر موضوع ټیلیفوني خبرې کړې دي.
له دې مخکې د ناټو سازمان عمومي منشي یان ستولتنبرګ چې د ناټو دفاع وزیرانو له غونډې یوه ورځ وړاندې یې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، هیله وښودله چې د افغان سولې په چاره کې " ژر تر ژره پرمختګ ولیدل شي" او د ده په وینا د همدې موخې لپاره د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ سلا مشورې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر مشرانو په دې وروستیو کې ایران ته سفرونه کړي دي او هلته یې د دې هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي.
د طالب بندیانو برخلیک

د عکس سرچینه، @smp.gov.af
بل لور ته، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د امریکا د متحدو ایالتونو له مرستیالې سفیرې کرن دیکر د دغه هېواد د سفارت د سولې برخې له مسوول ډنټ پراډيسو سره ناسته کې د دوحې د خبرو په تړاو ویلي، د طالب زندانیانو اړوندې چارې د افغان دولت واک دی او په دې برخه کې حکومت پر اړینو او اغېزناکو اقدماتو کار روان کړی.
پرون بیا وروسته له یوه موده کرارۍ په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې پر افغان پوځيانو وشو لږترلږه شپږ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول. که څه افغان دولت پر طالبانو د برید پړا اچوي خو تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه
تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.
لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.
دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.
درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.
څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.
پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.
شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.
اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.
اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.
نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.
د نومبر پر ۲۳مه، د طالبانو یوې لوړ پوړې سرچینې بي بي سي ته ومنله، چې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو او د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې غیر رسمي ناسته شوې، خو رسماً د خبرو بهیر نه دی پیل شوی.
لسم پړاو: دا پړاو د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۲۰مه تر نورو هغو په ځنډ پیل شوی، چې د طالبانو د ادعا له مخې، 'امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د طالبانو غوښتنه منلې ده.'
د فبرورۍ پر ۱۰مه، قطر کې طالبانو وویل، طالب او امریکايي استازي په دوحه د سولې خبرو پر پایلو او راتلونکو ګامونو غږېدلي دي.









