کابل کې ځانمرګي برید ۶ کسان وژلي

د ویډیو تشریح، کابل کې ځانمرګی برید

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي نن سه شنبه سهار په ۷ بجو یوه ځانمرګي بریدګر د کابل پنځمې حوزې اړوند قمبر څلور لارې ته نژدې برید کړی چې په پایله کې دوه ملکیان او څلور پوځیان وژل شوي او د پنځو ملکیانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان دي.

بلخوا د دفاع وزارت وايي، نن ګهیځ قمبر څلور لاره کې یوه ځانمرګي بریدګر د خلکو منځ کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چولي، چې د ملي اردو څلور سرتېري او یو ولسي وګړی یې وژلي، پنځه پوځيان او یو ولسي و ګړي ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، په دې چاودنه کې ۲ ولسي وګړي او ۳ سرتېري وژل شوي، ۵ ولسي وګړي او ۷ پوځیان ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان وايي، تر چاودنې وروسته ډزې هم شوې او سیمې ته امبولانسونه ورغلل.

کابل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، عیني شاهدان وايي، تر چاودنې وروسته ډزې هم شوې او سیمې ته امبولانسونه ورغلل

د بي بي سي یو خبریال، چې له سیمې د تېرېدو په حال کې و، وايي برید دقیقاً د 'نسوان وحدت' نجونو لېسې مخه کې شوې.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله دغه برید ته په غبرګون کې پر ټوېټر لیکلي: "کابل کې نننی ترهګریز برید په سختو ټکو غندم، ترهګر په خلکو کې ځای نه لري. د قربانیانو له کورنیو سره غم کې شریک یو."

د ۲۰۱۹ مې میاشت کې هم قمبر څلور لاره کې د محمد قسیم فهیم پر ملي پوځي پوهنتون د ننوتلو لومړۍ دروازه کې ځانمرګي برید لږترلږه شپږ کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي وو.

د ۲۰۱۸ کال اګست میاشت کې هم د ملي امنیت پر یوه روزنیز مرکز، چې د پنځمې حوزې اړوند وزیر کلا سیمه کې دی، برید شوی و، چې یوازې د دوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد. د ملي امنیت دغه روزنیز مرکز قمبر څلور لارې ته نژدې دی.

کابل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د کابل ښار د قمبر څلور لارې په شاوخوا سیمو کې په تېرو کلونو څو ځانمرګي بریدونه شوي دي

د ۲۰۱۷ کال اکتوبر میاشت کې هم له یاد پوځي پوهنتون بهر یوې چاودنې لږترلږه ۱۵ محصلین ووژل.

د برید ځای

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بي بي سي یو خبریال، چې له سیمې د تېرېدو په حال کې و، وايي برید دقیقاً د 'نسوان وحدت' نجونو لېسې مخه کې شوې.