ټاکنو کمېسیون: د شکايتونوکمېسيون پرېکړه رارسېدلې خو مالومات "نېمګړي" دي

د افغانستان ټاکنو کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پریکړه ور رسېدلې خو لیږل شوي مالومات نېمګړي دي او له دې کمېسیونه یې غوښتنه کړې چې نورو اجراتو لپاره ځینې مسایل روښانه کړل شي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند مرزا محمد حق پرست یکشنبه ناوخته بي بي سي ته وویل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون شپږ پرېکړې دوی ته رسېدلې خو دده په وینا دغه کمېسیون ته بېرته لیک استول شوی او د شویو پرېکړو " جزيیات او ضمیمې " غوښتل شوې دي.
ښاغلی حق پرست وايي د ټاکنو کمېسیون د ارزونې کمېټې په رسمي توګه کار پيل کړی تر څو معلومه کړي چې " کوم مرکزونه او محلونه تفتیش او بیا شمېرنې ته اړتیا لري، کوم یوازې تفتیش او کوم یې ځانګړي تفتیش ته اړتیا لري. "
د ټاکنو کمېسیون ویاند زیاتوي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د پریکړو د تطبیق لپاره د دوی له خوا استول شوي معلومات کافي نه دي، ښاغلي حق پرست د بېلګي په توګه د ۱۳۷ زره رایو په اړه پرېکړې ته په اشارې سره وايي چې په پرېکړه کې د ځینو محلونو د بیا شمېرنې غوښتنه شوې، خو دا یې نه دي ویلي چې " کومه نمونه یې تفتیش او بیا وشمیرل شي په کومو مرکزونو او کومو محلونو کې. "
د ټاکنو کمېسیون دې ویاند هيله وښودله چې د پرېکړو پاتې برخه مالومات دوی ته سبا د دوشنبې په ورځ ورسیږي او په دې سره به کمېسیون وکولی شي چې " په ډېرو لنډو ورځو کې تفتیش او بیا شمېرنه " د دوی د پرېکړو سره سم پيل او بشپړه کړي او په پایله کې یې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تېرې چارشنبې په ورځ د خپلو پریکړو پایلې اعلان کړې. ددې کمېسیون د پرېکړو له مخې د جنجالي رایو له ډلې شاوخوا ۲۵ سلنه رايې باید بیا وڅېړل شي او نژدې ۳۰۰ محلونه بیا وشمېرل شي.

د عکس سرچینه، Reuters
د هغو رایو ډېره برخه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون يې د بیا څېړنې او بیاشمېرنې غوښتنه کړې هغه رايې او محلونه دي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې يې د باطلېدو غوښتنه کوله.
په دې لړ کې ۳۰۰ زره رایې برخلیک ټاکونکې دي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون يې نه د باطلېدو او نه هم د پاتې کېدو په اړه واضح پرېکړه کړې خو ځانګړي شرایط يې ورته اېښي دي.
لومړنۍ پایلې د مرغومې میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان شوې چې له مخې يې محمد اشرف غني څه باندې ۹۲۳ زره ( ۵۰،۶۴ سلنه) او ښاغلي عبد الله څه باندې ۷۲۰ زره ( ۳۹،۵۲ سلنه ) رایې خپلې کړي دي.








