ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د لانجمنو رایو ۲۵٪ بیا څېړل کېږي

د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له څه باندې یوې میاشتې څېړنې وروسته نن 'چارشنبه' پر لومړنیو پایلو د شویو شکایتونو نتیجې اعلان کړې.
دې بنسټ د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي چې د جنجالي رایو له ډلې شاوخوا ۲۵ سلنه رايې بیا وڅېړي او نژدې ۳۰۰ محلونه بیا وشمېري.
د هغو رایو ډېره برخه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون يې د بیا څېړنې او بیاشمېرنې غوښتنه کړې هغه رايې او محلونه دي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې يې د باطلېدو غوښتنه کوله.
په دې لړ کې ۳۰۰ زره رایې برخلیک ټاکونکې دي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون يې نه د باطلېدو او نه هم د پاتې کېدو په اړه واضح پرېکړه کړې خو ځانګړي شرایط يې ورته اېښي دي.
د دغه کمیسیون مشرې زهره بیان شینوارې له نورو کمېشنرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې له دې رایو دې ۲۵ سلنه بیا وڅېړل شي.
په دې لړ کې د ۱۳۷ زرو رایو لس سلنه او د ۱۰۲ زره رایو ۱۵ سلنه بیا څېړنې ته ځي.
د اعلان شوې کړنلارې له مخې، که له دې شمېر رایو ۶۵ سلنه يې د بایومټریک، ژورنال او د ټاکنو ورځې لاسلیک شوي د پایلو پاڼې ولري ټولې رايې به معتبرې ګڼل کېږي او که ۳۵ سلنه يې دا معیارونه نه و پوره ټولې نژدې دوه لکه څلوېښت زره رايې به به بیا څېړنې ته درومي.
دا ټولې هغه رايې دي چې په اړه يې ثبات او همپالنې او څو نور ټاکنډلو استثنايي شکایتونه ثبت کړي وو.
له هغو نژدې ۲۵۰۰ محلونو چې د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني ټيمونو يې د بیا شمېرنې غوښتنه لرله ۲۹۸ يې بیا شمېرنې ته تللي.
د افغانستان ټاکنو کمیسیون د دغې پرېکړې هر کلی کړی.
د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټاکنډلې د بیا څېړنې بهیر په صورت کې د خپلو رایو د ډېرېدو وړاندوېینه کړې ویلي يې دي دوی ډاډمن دي چې په دې لړ کې به يې هېڅ رايې باطلې نه شي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې د بایومټریک رایو او بیا شمېرل کېدونکو محلونو په اړه د پرېکړې هر کلی کړی خو له وخت مخکې د ۱۰۲ زره رایو په اړه پرېکړه يې غیر قانوني ګڼلې او د دغو ټولو رایو باطلېدل غواړي.
دوو مخکښو ټاکنډلو د شکایتونو کمېسیون د دې پرېکړې محتاطانه هر کلی ویلی.
پر ټاکنو د څار بنسټونو بیا دا منځلاری ګام بللی او ویلي يې دي چې له دې وروسته به د ټاکنو کمیسیون چارې برخلیک ټاکونکې وي.
د افغانستان ولسشمريزې ټاکنې د تلې په شپږمه نېټه تر سره شوې، له هغې راهیسې نژدې څلورنیمې میاشتې تېرېږي، خو لا هم څوک د ټاکنو پایلو یا لوري وړاندوېینه نه شي کولای.








