شکایتونو کمېسیون: لومړنیو پایلو په اړه زرګونه استینافي شکایتونه ثبت شوي

شکایتونو کمېسیون

د عکس سرچینه، ECCAFGHANISTAN

د عکس تشریح، کمېسیون ۱۵ ورځې وخت لري چې د استیناف غوښتونکو ټاکنیزو ډلو پر غوښتنو غور او پرېکړې وکړي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي د ولایتي څانګو پر پرېکړو د استنیاف څه باندې شپږ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.

دا کمیسیون پنځلس ورځې وخت لري چې د استیناف غوښتونکو ټاکنیزو ډلو پر غوښتنو غور او پریکړې وکړي. د دې پریکړو په پایله کې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شېنوارې نن سه شنبه خبریالانو ته وویل د شپږ زره او دوه نوي استنیافي شکایتونو ډېره برخه په کندهار، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، خوست او کابل کې ثبت شوي دي.

د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته تر ټولو ډیر شکایتونه د عبدالله عبد الله ټاکنېزې ډلې او وروپسې د ولسمشر او نوماند محمد اشرف غني ډلې کړي دي.

د ټاکل شوي بهیر له مخې د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته معترض نوماندان دغه کمېسیون سره خپل شکایتونه ثبتوي. د هر ولايت شکایت په هماغه ولایت کې ثبتیږي او د ولايتي څانگو د ارزونې او پرېکړې پایله مرکزي کمېسیون ته استول کېږي. د دې پریکړې له اورولو وروسته نوماندان د استنیاف حق لري.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې څلور میاشتې وړاندې د تلې میاشتې پر پنځمه شوي دي.

لومړنۍ پایلې د مرغومې میاشتې په لومړنۍ اعلان شوې چې له مخې يې محمد اشرف غني څه با ندې ۹۲۳ زره ( ۵۰،۶۴ سلنه) او ښاغلي عبد الله څه باندې ۷۲۰ زره ( ۳۹،۵۲ سلنه ) رایې خپلې کړي دي.

کمېسیون

د دې پایلو له اعلانه وروسته له شپاړلس زرو زیات شکایتونه ثبت شول، ددې شکایتونه نږدې لس زره یې بې مورده وګڼل شول او د پاتې شکایتونو له مخې د څه باندې پنځه زره محلونو د رایو د بیا شمیرلو او له سلو د زیاتو محلونو رایې باطلې اعلان شوې.