کمېسیون: د درې لکه جنجالي رایو په اړه شکایتونه جدي دي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي، د افغانستان تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د هغو رایو په اړه ورته جدي شکایتونه شوي چې غیر بایومټرېک دي، او یا هم د رایه اچونې له رسمي وخت نه مخکې او یا هم وروسته اچول شوې دي.
د یاد کمېسیون ویاندې زرمینه کاکړ بي بي سي ته وویل، هغه درې لکه جنجالي رایې هم په همدې ډله کې راځي چې ځینې نوماندان یې د باطلېدو غوښتنه کوي.
خو اغلې کاکړ وایي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دې رایو له سمې او جدې ارزونې نه وړاندې په دې اړه هېڅ قضاوت نشي کولی.
نوموړې بي بي سي ته وویل، د لومړنیو پایلو په اړه د ټولو شکایتونو لپاره د ورکړل شوې پنځلس ورځو موده کمه ده او ښایي نور وخت ته اړتیا وي چې ټول شکایت و ارزول شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي دوی ته د ټاکنیزو ډلو له لورې د ثبت شویو شاوخوا ۱۶۵۰۰ شکایتونو له ډلې نږدې ۲ زره شکایتونه بې اسناده او بې دلیله ده چې د قانون له مخې به رد شي.

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook
د یاد کمېسیون په وینا له ۶۰۰ ډېر شکایتونه له موضوع سره هیڅ اړیکه نه لري، نږدې ۷ زره شکایتونه د رایو او شاوخوا ۹۰۰ شکایتونه د اشخاصو په اړه دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر محمد قاسم الیاسي بي بي سي ته وویل چې پاتې شکایتونه د بایومټریک مالوماتو درلودونکو رایو او د پایلو د فورمو تر منځ د توپیر په اړه دي.
ښاغلي الیاسي وویل چې راتلونکې اوونۍ د دغو شکایتونو حقوقي شننه پیلېږي.
نوموړي زیاته کړه، د هغو تورونو په اړه چې ځینې ټاکنېزې ډلې درې سوره زره رایې تورې یا تقلبي بولي او دا رایې سیستم ته دننه شوې یادوي، د حقوقي شننې په پړاو کې به یې په ټولو جزیاتو بحث وشي.
د هغه په خبره چې په دغه پړاو کې به د رایو د بیا شمېرنې په اړه شوي شکایتونه هم وڅېړل شي او که چېرته د دغه بهیر پر ضد کره اسناد وړاندې شي، د ځينو محلونو د رایو په په بیا شمېرنه به له سره غور وشي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د معلوماتو له مخې تر ټولو زیات شکایتونه د عبدالله عبدالله ټاکنډلې ثبت کړي دي.

د عکس سرچینه، ARG
له دې وړاندې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې په ګډون ځنیو نورو ټاکنیزو ډلو ویلي وو چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني او له شکایتونو کمېسیون یې غوښتي وو چې د دوی شکایتونه جدي وڅېړي.
د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې په تېره دسمبر میاشت کې اعلان شوې، چې له مخې یې محمد اشرف غني ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایې ترلاسه کړې وې او مخکښ و.
خو د عبدالله عبدلله په ګډون یو شمېر نورو نوماندانو ویلي چې ټاکنو کې درغلي شوې ده، او د لومړنیو پایلو له منلو یې انکار کړی دی.









