شکايتونو کمېسيون: خپله وروستۍ پرېکړه به راتلونکو دوو ورځو کې اعلان کړو

ټاکنې

د عکس سرچینه، ECCAFGHANISTAN

د عکس تشریح، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون: خپله وروستۍ پرېکړه راتلونکو دوو ورځو کې اعلانوو

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له مخکنۍ ژمنې سره سم نن ونشوای کولی چې د ټاکنیزو شکایتونو د استینافي غوښتنلیکونو پایلې په ډاګه کړي. دا کمیسیون وايي تر اوسه یې د استیناف نیمايي قضیو په اړه پریکړې کړې او پاتې نورې به په دوه ورځو کې وکړي.

د ټاکنیزو شکایتوو د کمیسیون غړو نن یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې څېړنه کې هغه درې لکه رایې هم راځي چې نوماند عبدالله یې د باطلېدو غوښتنه کړې وه او ځینې پرېکړې د همدې رایو په اړه دي.

د کمیسیون غړي قاسم الیاسي په دې اړه جوړه شوې خبرې غونډه کې وویل : " پرېکړې د قانون، اصولو او طرز العملونو سره سمې او د تخنیکي مسلو په پام کې نیولو سره په داسې بڼه شوي چې ټاکنډلو او خلکو ته د منلو وړ دي. "

خو د کمیسیون چارواکو د شویو پریکړه په اړه ډیر تفصیل ورنکړ.

د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څانګو د شویو شکایتونو په اړه خپلې پرېکړې وکړې. دا پرېکړې مرکزي کمېسیون ته واستول شوې او د پرېکړو ننګولو لپاره ټاکنډلو څه باندې ۶۰۰۰ استنیافي شکایتونه ثبت کړل.

په ټوله کې کمیسیون ۳۹ ورځې وخت لري چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو او په اړه یې د پرېکړې بهیر بشپړ کړي.

د ویډیو تشریح، د افغان ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي تر خپله وسه ولسمشریزو ټاکنو ترسره کولو ته تیار دی. په کابل کې شازیه حیا د دغه کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ سره خبرې کړې دي.

لومړنۍ پایلې د مرغومې میاشتې په لومړۍ اعلان شوې چې له مخې يې محمد اشرف غني څه باندې ۹۲۳ زره ( ۵۰،۶۴ سلنه) او ښاغلي عبد الله څه باندې ۷۲۰ زره ( ۳۹،۵۲ سلنه ) رایې خپلې کړي دي.

پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي سیاسي نفوذ د افغانستان ټاکنو بهیر له نامعلوم برخلیک سره مخ کړی.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا مشر یوسف رشید بي بي سي ته وویل دوه مخکښې ټاکنډلې خپلې غوښتنې لري یوه خوا د "رایو کمولو او بله خوا د رایو د زیاتولو هڅه کوي." د فیفا بنسټ مشر وايي په داسې یوه حالت کې به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لپاره "پرېکړه آسانه نه وي خو کمېسیون تر یوه حده پورې په احتیاط پرمخ ځي."

د افغانستان ولسمشرۍ له ټاکنو څه باندې څلور میاشتې تیریږي، د لومړنۍ مهالوېش له مخې يي باید پایلې د لړم میاشتې په ۱۶ اعلان شوې وای.