د بشري حقونو کمېسیون: يوازې جنگي معلولينو ته مالي امتياز ورکول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نوې موندنې ښيي چې د اساسي قانون او د معلولنیو د نړېوال کنوانسیون پر خلاف معلولین د کار ، ښوونې او روزنې، روغتیا، مالي او سیاسي او مدني حقونو ته د لاس رسي په برخه کې له ګڼو جدي ننګونو او توپيري چلن سره مخامخ دي.
کمېسیون وايي حقونو ته د معلولینو د لاس رسي ارزونه یې تېر کال د یوې څېړنې له مخې کړي چې په ۲۷ ولایتونو کې له نږدې ۱۰۰۰ معلولینو د مرکو پر بنسټ چمتو شوی.
په راپور کې له جنګي او طبیعي معلولینو سره یو ډول توپیري چلند ته اشاره شوې او زیاتوي چې دولت یوازې جنګي معلولینو ته مالي امتیازات ورکوي او طبيعي معلولین یې له دغو امتیازاتو بې برخې کړي چی د افغانستان د اساسي قانون او د معلولینو د نړیوال کنوانسیون خلاف چاره ده.
له افغان حکومت سره شاوخوا نهه لکه طبیعې او جنګي معلولین ثبت دي، خو د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي تعلیماتو ادارې شمېرې ښيي چې یوازې څلور زره او دوه سوه ماشومان چې ډېر یې طبیعی معلولیت لري په ښوونځيو کې زده کړې کوي.
خو زرګونه نور معلولین د سن د لوړوالي، د تحصیل او اوسېدو د ځای تر منځ د واټن ډېروالي، د ښوونځیو په محیط کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د امکاناتو نشتوالي او اقتصادي ستونزو له کبله له زدکړو محروم پاتې دي.
د بشري حقونو په راپور کې ویل شوي چې معلولیت لرونکو کسانو ته د کار نه پيدا کېدو ستر لاملونه د تحصیل له مخې د کار ورکړه، د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د کاري چاپېریالونو د امکاناتو نشتوالی او په استخدام کې تبعیض ښودل شوي دي.
خو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وايي د ثبت شویو معلولینو شاوخوا یوه نیمه سلنه په دولتي ادارو کې جذب شوي دي.
د دغه وزارت وياند ضیاءالحق فضلي بي بي سي ته وویل دوی اوس نږدې ۳۱۲ زرو معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته دولتي امتیازات ورکوي.
ښاغلي فضلي زیاته کړه وزارت د قانون د تعدیل هڅه کوي چې له مخې به یې وزارت مسئولیت ولري چې طبیعي معلولینو ته هم د مرستې لاس اوږد کړي، او د یوې هوکړې له مخې د پوهنې وزارت ژمنه کړې چې په ټولو خصوصي او دولتي ښوونځیو کې د معلولو زده کوونکو لپاره امکانات ډیر شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دڅلورو لسیزو جګړو او واکیسنونو ته نه لاسرسی په افغانستان کې د معلولینو د لوړ شمېر ستر لاملونه ګڼل کېږي. افغانستان یو له هغو درې هېوادونو دی چې لا هم د ماشومانو ګوزن ناروغي په کې شته.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د دغه راپور له مخې معلول د کورنۍ او ټولنې په کچه هم له جدي ستونزو سره مخامخ دي او د دې ستونزې له منځه وړل پراخ عامه پوهاوي او پاملرنې ته اړتيا لري.
دغه کمېسیون پر دولت غږ کړی چې د معلولینو لپاره د حقوقو او امتیازاتو او د دوی د استخدام په برخه کې د قوانینو پر پلي کولو سربېره د ذهني معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ملاتړ او بیاجوړېدو مرکزونه جوړ کړي او په تېره بیا د معلولو ماشومانو لپاره د هراړخیزو زده کړو زمینه برابره کړي.









