اجراييه رييس ته د ارگ غبرگون: له اصلاحاتو موخه د ډیپلوماسۍ دستګاه پیاوړي کول دي

د عکس سرچینه، ARG/FB
ارګ په بهرنيو چارو وزارت کې د سمونو د درولو په اړه د اجرايیه مشر عبدالله عبدالله د وروستیو څرګندونو په تړاو ویلي په ياد وزارت کې له اصلاحاتو موخه د ډیپلوماسۍ د دستګاه پیاوړي کول دي.
پرون ښاغلي عبدالله د یوه حکم په ترڅ کې کې د افغانستان په بهرنيو چارو وزارت کې، د دۀ په وينا"په بېړه د ترسره کېدونکو" سمونونو د درولو غوښتنه کړې وه.
د افغانستان د ولسمشرۍ وياند لطيف محمود وويل دا کار د ولسمشر د واکونو په اډانه کې کېږي. نوموړى په يوۀ غږيز پيغام کې وايي"ولسمشر د دولت په راس کې دى."
د ښاغلي عبدالله له لوري په خپاره شوي حکم کې راغلي د ملي یوالي د حکومت هوکړه لیک، ملي، نړیوالو ګټو ته په کتو او د ټاکنو په دې حساس وخت کې، چې پایلې يې لا نه دي اعلان شوې، د بهرنیو چارو وزارت باید په مرکز او نورو سیاسي استازولیو کې له اقداماتو نه په جدي ډول ډډه وکړي.
په دې وروستیو کې ولسمشر غني هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د وزارت سرپرست وټاکه.
په هغه حکم کې چې د سلواغې په ۱۳مه نېټه خپور شوی راغلي، د ملي یووالي حکومت د هوکړې او د ملي او نړېوالو ګټو د خوندیتوب لپاره "په دې حساس وخت او د ټاکنیزو پایلو د اعلانېدو درشل کې" باید د بهرنیو چارو وزارت په مرکز او سیاسي استازولیو کې له اقداماتو ډډه وشي.

د عکس سرچینه، CEO
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د نوموړي اړوند فرمان کې ویلي، د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ ښاغلی چخانسوري به د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معینیت تر څنګ دغه وزارت کې د اصلاحاتو مسوولیت هم پرغاړه ولري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرغومي میاشت کې اعلان وکړ چې له ولسمشر غني سره په مشوره یې په دې وزارت کې سمون ترتیب او نهايي کړی دی.
د دې سمون پر بنسټ ښايي په دې وزارت کې ۱۷۸ بستونه لغوه شي.
ویل شوي دې سمون پسې به دې وزارت ته ځانګړې شوې کلنۍ بودیجه کې یو میلیارد افغانۍ سپمېږي او دا پیسې به پر همدې بنسټ بېرته ولګول شي.
دا سمون وروسته له هغه پیل شو کله چې عبدالله عبدالله ته نږدې کس او د دې وزارت پخواني سرپرست صلاح الدین رباني دنده پرېښوده.
د ښاغلي رباني په پېر کې د ارګ او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ اختلافات وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې چخانسوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالى وټاکل شو، ښاغلي عبدالله خپلو پلویانو ته اعلان وکړ چې د ارګ وروستۍ پرېکړې او ګمارنې ورته د منلو نه دي او د ملي یووالي حکومت له ارګه لوړ دی.
ښاغلي عبدالله په ځلونو ټینګار کړی چې د ملي یووالي حکومت کار به ترهغه دوام کوي چې د ټاکنو پایلې نه وي اعلان شوې او ارګ دې د دې هوکړې خلاف ورزي نه کوي.
د ۲۰۱۴ کال جنجالي ولسمشریزو ټاکنو پسې د ملي یووالي حکومت د هوکړې له مخې واک د ولسمشر او اجرایه رییس ترمنځ وویشل شو.
د افغانستان د ۲۰۱۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې هم ښاغلی غني او عبدالله سره اصلي یا مخکښ سیالان دي.
د ټاکنو د لومړنيو پایلو له مخې ښاغلی غني له ۵۰ سلنې د زیاتو رایو په ترلاسولو سره لومړی او ښاغلی عبدالله په دویم کتار کې راځي.
ښاغلي غني ۹۲۳ زره رایې چې ۵۰،۶۴ سلنه جوړوي او ښاغلی عبدالله ۷۲۰ زره رایې چې ۳۹،۵۲ سلنه جوړوي ګټلې دي.
ټاکل شوې د زرګونو ټاکنیزو شکایتونو له څېړلو وروسته د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.
دواړه مخکښې ټاکنډلې ځان بریمن بولي.









