هارون چخانسوري د ادریس زمان پر ځای د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالى ګومارل شوی

چخانسوري
د عکس تشریح، ښاغلي چخانسوري د اسټرالیا له سېډني پوهنتونه د عامه ادارې په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړې دي.

محمد هارون چخانسوري د ادریس زمان پر ځای د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالى ټاکل شوی دی. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پربنسټ ښاغلی چخانسوري به د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معینیت تر څنګ دغه وزارت کې د اصلاحاتو مسوولیت هم پر غاړه ولري.

د خبر پاڼې له مخې، د ولسمشر په حکم کې د وزارت کارکوونکو لپاره د وړتيا معیار، د افغانستان پېژندنې، سیاسي پوهې او نړیوال اقتصاد تر څنګ پر نړیوالو ژبو د پوهې ازموینه پلي کول هم شامل دي.

بل لور ته ادریس زمان هم پر خپلې ټویټر پاڼې تایید کړي چې د بهرنیو چارو د وزارت چارسمبالي په توګه دنده پرېږدي.

نوموړي له ولسمشر غني مننه کړې، چې د تېر یوۀ کال کې یې ورباندې وزارت مشرۍ لپاره باور کړی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالى داسې مهال بدلېږي، چې د همدې روانې میاشتې لومړیو کې د دغه وزارت چارواکو ویلي و، په تېرو کلونو کې دغه اداره کې سلیقوي او سیاسي ګومارنو ستونزې زېږولې دي او دوی ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به ګومارنې رڼې او څو پړاوه ونیسي.

په بهرنیو چارو وزارت کې سمونونه په پیل کې جنجالي وو. د اداري اصلاحاتو کمیسیون ان وویل چې د دغه وزارت چارواکي د وزارت دننه سمونو ته اجازه نه ورکوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ولسمشر غني ځينې منتقدين له دې امله هم دولتي ادارو کې پر راغلو وروستيو بدلونو نيوکې کوي چې گواکې د دوى په وينا د ټاکنو د وروستيو پايلو له اعلانېدو وړاندې تر سره شوي دي.

کله چې د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني له دندې استعفی وکړه او مرستیال ادریس زمان د وزارت د چارسمبالي په توګه وټاکل شو، نو د اصلاحاتو د رامنځته کولو خبرې هم ورسره پیل شوې.

ښاغلي چخانسوري د اسټرالیا له سېډني پوهنتونه د عامه ادارې په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړی له تېرو نژدې ۱۶ کلونو راهیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویندويي په ګډون یو شمېر حکومتي دندې درلودې.