عبدالله د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ګوښه کولو حکم رد کړ

عبدالله

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook

د عکس تشریح، عبدالله عبدالله وایي، په اوسنیو شرایطو کې د کسانو ګوښه کول په ټاکنو پورې اړه لري

د افغانستان اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي به خپلې دندې ته دوام ورکوي. له دې وړاندې نن یکشنبه د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی و چې ښاغلی احمدي یې د هغه د غیر مسئولانه څرګندونو له کبله له دندې ګوښه کړی.

ښاغلي احمدي پرون شنبه ویلي وو چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سولې لپاره د سیمې د هېوادونو د هلو ځلو هرکلی کوي. د نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې وشوې چې د افغان طالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته په سفر تللی و.

خو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیقي صدیقي وروسته پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې د سولې د بهیر په اړه د ښاغلي احمدي څرګندونې د افغان دولت نه، بلکې د هغه شخصي نظر دی.

د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال ادریس زمان هم پرون شنبه یوې خبري ناستې ته وویل، اسلام اباد ته د طالبانو سفر د سولې بهیر سره هېڅ تړاو نه لري.

خو اجرائیه رئیس عبدالله یکشنبه ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د ښاغلي احمدي څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت رسمي دریځ و.

احمدي

د عکس سرچینه، MOFA

د عکس تشریح، د سولې د بهیر په اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي څرګندونې ناندریزې شوې وې

ښاغلي عبدالله زیاته کړې، په اوسنیو شرایطو کې د کسانو له دندې ګوښه کول په ټاکنو پورې اړه لري، او تر هغې چې د ټاکنو پایلې اعلانېږي نو صبغت الله احمدي به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان د بهرني سیاست په اړه پرېکړې د حکومت دننه په لوړه کچه بحث او مشورې ته اړتیا لري، چې د حکومت ټولې برخې په دې اړه یو دریځ ولري.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي تائید کړې ده چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي له خپلې دندې ګوښه کړل شوی دی. ښاغلي صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، صبغت الله احمدي د خپلو وروستیو غیر مسئولانه څرګندونو له کبله له دندې لېرې کړل شوی دی.

د ښاغلي احمد پر ځای په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفیر میرویس ناب د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال ترڅنګ سرپرست ویاند هم ګومارل شوی دی.

صدیقي

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح، د ارګ ویاند صدیق صدیقٍي د ښاغلي احمدي څرګندونې د هغه شخصي نظر بللی و

خو وروسته له هغه چې دا موضوع په رسنیو کې ناندریزه شوه، ښاغلي احمدي پرون پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې حکومت کې ځینې کسان لا هم "ټاکنیز کمپاین" کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت د بهرنۍ پالیسۍ برخه کې د افغان حکومت رسمي دریځ وړاندې کوي، او ده هم تل د دې وزارت رسمي دریځ ویلی.

بي بي سي په دې تړاو د بهرنیو چارو وزارت یو رسمي لیک لیدلي، چې د یاد وزارت د سیاسي مرستیال ادریس زمان لخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ ته استول شوی.

لیک
د عکس تشریح، بي بي سي هغه رسمي لیک ترلاسه کړی چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ارګ ته استولی

په لیک کې وړاندیز شوی چې په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفیر کبیر ناب دې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو برخه کې مرستیال په توګه وګومارل شي.

خو د لیک دویمه برخه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت د نوي ویاند تر ګومارنې به ښاغلی ناب د دې وزارت د ویاند او د رسنیو د دفتر د مشر دنده هم پر مخ وړي.