ارګ: پاکستان کې د طالب مرکچیانو هرکلی د دیپلوماتیکو اصولو خلاف کار دی

د عکس سرچینه، MOFA
- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستاني چارواکو له خوا د طالب مرکچیانو هرکلی د دیپلوماتیکو اصولو خلاف کار بولي. د ارګ ویاند نن پنجشنبه یوې خبري غونډې ته وویل چې دا ډول تګ راتګ د سولې له بهیر سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولای.
د طالبانو یو ۱۲ کسیز پلاوی په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی چې تراوسه یې د هغه هېواد له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او یوشمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.
افغان حکومت په پاکستان کې د طالب مرکچیانو د هرکلي پر څرنګوالي نیوکې کړي دي.
په یوه ویډیو کې طالب مرکچیان لیدل کېږي چې د یوې ودانۍ مخې ته یې د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید هرکلي ته ولاړ دي او په غېږ ورسره روغبړ کوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي طالبان یوه ترهګره ډله بولي او وایي چې د هغوی دا ډول هرکلی د هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی:
''مونږ پاکستان ته د طالبانو د سفر شاهدان وو، په تاسف سره چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په پروتوکول د دوی هر کلی وکړ،د داسې یوې ډلې کوربتوب چې لا هم تاوتریخوالی کوي، د هېوادوتو ترمنځ د ټولو اړیکو او اصولو خلاف یو کار دی. ''

د عکس سرچینه، GMIC AFGHANISTAN
له طالبانو سره د امریکا له خوا د سولې خبرو تر لغوه کولو وروسته دا د سیمې هېوادونو ته د طالبانو څلورم سفر دی. طالبان له پاکستانه مخکې چین، ایران او روسیې ته هم تللي وو.
ښاغلی صدیقي وایي، تر هغو چې د افغان حکومت په مشرتابه د سولې خبرې پیل نه شي، د طالبانو دا ډول سفرونه بې ګټې دي.
طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره یې په دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي مسئلو، سولې او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوځل بیا خپل پخوانی دریځ تکراروي او وایي، که پاکستان غواړي د افغانستان له سولې سره مرسته وکړي، نو خپل هېواد کې دې د طالبانو په ګډون د نورو وسله والو مخالفانو پټن ځایونه له منځه یوسي.
پاکستان بیا په خپله خاوره کې د اورپکو د پټن ځایونو خبره نه مني.








