پاکستان: طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، پاکستان د امریکا متحدو ایالتونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړې.
نوموړي د بي بي سي نړیوالې څانګې له مشال حسین سره یوه ځانګړې مرکه کې وویل، پاکستان دغه زمینه د امریکايي حکومت له لوري طالبانو سره د خبرو له غوښتنې وروسته برابره کړه.
ښاغلی قریشي وایي، دې لړ کې د ابوظهبي او دوحا خبرې مثبتې وې.
''کولای شم ووایم، چې موږ د اوس پرتله هېڅکله افغانستان کې سولې او ثبات ته دومره ډېر هیله من نه وو، خو دا موضوع نور وخت ته هم اړتیا لري. ''
ښاغلي قریشي د یوې پوښتنې ځواب کې وویل، طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
''زه فکر کوم طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي، ځکه افغانستان کې له خبرو پرته روغه جوړه نه شي کېدای او موږ هڅه کوو طالبان د خبرو لپاره قانع کړو ''
له نوموړي پوښتنه وشوه، چې طالبان وايي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر مهاله به له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، نو ښاغلي قریشي وویل:
' 'دا د دوی پخوانی دریځ دی او څرګنده ده، چې د پرمختګ لپاره باید پر دې موضوع خبرې وشي او پرې کېږي، ځکه افغانستان کې د یادونې وړ برخه د دوی کنټرول کې نه ده، ځکه نوي واقعیتونه رابرسېره کېږي او واقعیت ته لا نژدې دریځ خپلیږي. ' '

د عکس سرچینه، Getty Images
له شاه محمود قریشي پوښتنه وشوه، چې که امریکايي ځواکونه له افغانستانه وځي، ایا افغان امنیتي ځواکونه به وکولای شي، خپل هېواد کې امنیت ټینګ وساتي؟
په ځواب کې ښاغلی قریشي وايي، ''دا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهالوېش پورې تړاو لري. ''
د نوموړي په وینا ''کیدای شي له کوم خپلمنځي پوهاوي او چمتوالي پرته ناڅاپي وتل خورا خطرناک ثابت شي. ''
ښاغلی قریشي وايي، هېڅوک نه غواړي افغانستان کې ګډوډي او کورنۍ جګړه وشي:
''موږ تر اوسه دوه اعشاریه اووه میلیونه افغان کډوالو ته پناه ورکړې، موږ غواړو دغه کډوال په عزت او درناوي خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه باید ډېر احتیاط وشي. ''









