افغانستان کې د ایران ګټې او اندېښنې

ایران افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران کې ځينې افغانستان خپل مهم ګاونډى بولي
    • Author, صفت الله الفت
    • دنده, استراليا مېشتى سياسي کارپوۀ

افغانستان او ایران په تېرو څلورو لسيزو کې د ګاونډیو په توګه د دوامداره ښو اړیکو پاللو فرصت نه دى موندلى، دواړه هېوادونو د پرمختګ لپاره فرصتونه لري، خو له شته فرصتونو سره کافي ننګونی هم نغښتي دي.

په ایران کې د افغانستان په اړه دوه ډوله نظر شته. ځينې يې خپل مهم ګاونډى بولي او ځينې بيا د افغانستان جوړېدل یوه تاریخي پیښه گڼي. دا هم جوته ده چې افغانستان په سيمه کې د ايران د نفوذ په ساحه کې مهم ځاى لري. که تېرو ۱۸ لس کلونوته پام وکړو نو ایران په افغانستان کې د هرات ولایت لپاره د پرمختیایې پروژو او نورو برخو کې ځانګړې پاملرنه کړې. ایران په افغانستان کی د شیعه مذهب لارویانو سره د هری ډلې لخوا چې وي د ناسم چلند په اړه اندېښنه لري او دا اندېښنه به په راتلونکې هم وي. د افغانستان په اړه د ایران پالیسي پیچلې ده او کله وینا یو څه خو عمل بل څه وي. په افغانستان کې د ایران ښکیلتیا په ډیرو برخو کې د همکارۍ او مرستې بڼه لري خو بیا هم کله ناکله د ځینو نارسمي لارو او چینلونو په افغانستان کې خپل اهداف تعقیبوي.

امنيتي اندېښنې او تگلاره

د ایران د بهرنۍ پالیسۍ یو هدف افغانستان سره پر څه دپاسه زر کیلومتر ګډه پوله د امنیت ټینګښت دى. ایراني تگلاره جوړوونکي په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنی په موجودیت کې خپل فعالیتونه د پراخ ستراتیژیکو سیاستونو او شرایطو پر اساس تنظیموي. ایران په خپل لویديځ ګاونډي عراق کې د امریکا د سرتېرو موجودیت او په ختیځ ګاونډي افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولني شتون او انګیزې ته د شک په سترګه ویني. ايرانيان داسې انګېري چې ګواکې امريکا غواړي په منځنۍ آسیا، خلیج او سویلي آسیا کې ستراتیژیک موجودیت ولري چی ایران دا کارخپل ملي امنیت ته یو ګواښ بولي. نو طبیعي ده چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پء موجودیت خوښ نه دي.

ایران نه غواړي چی امریکا سره په افغانستان کی په مستقیمه نظامي توګه ځان مخامخ کړي، نو ځکه د طالبانو يو څه ځواکمنېدل غواړي خو ښايي طالبان په سیاسي ډګر کې د يوۀ ځواکمن ګوند په توګه ونشی زغملې. ايران مني چې له طالبانو سره په تماس کې دی او هلته د طالبانو د پلاويو د سفرونو خبرونه هم مخې ته راغلي. ایران افغان لانجې لپاره سياسي حل لاره غوره بولي په دې لړ کې په دې وروستيو کې د طالبانو يو پلاوى ايران ته ورغلى و چې د افغان حکومت غبرګون يې هم وپاروه. په سوله ییزه توګه د افغان کشالې پر حل ټینګار سره ، سره نړیوال بیا هم ایران ته د شک په سترګه ګوري او ګمان کوي چی ګواکې افغانستان کی د وضعیت خرابوالو لپاره خپلې ډلې ټپلې پالي. ايران تر ډېره په افغانستان کې د نرم ځواک پالیسي خپله کړې او اوږد مهال کې یې اغیزمنه بولي.

د ویډیو تشریح، د ایران، امریکا لانجې په هکله د عمران خان خبرداری

خو دا اندېښنه شته که چېرې پر ايران د امريکا بندیزونه د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي نو شونې ده چې ايران افغانستان کې د امريکا پر وړاندې خپله تګلاره تر يوۀ بريده بدله کړي. افغانستان کې د ايران د لاسوهنو او د استخباراتي فعاليتونو د پراخېدا اندېښنو لا وار له مخه زور اخيستى. څه موده وړاندې کله چې طالبانو پر فراه سخت بريدونه وکړل د هغه مهال افغان دفاع وزير پر ایران تور ولګاوه چې ددې بریدونو تر شا لاس لري.

ایران په سیستان بلوچستان او خراسان ولایتونو کې د ثبات اوامنیت د ساتنې لپاره اندیښنه لري او د اوبو د سرچینو له کمښت سره مخ دى او تکیه يې د افغانستان په اوبو ده.

اقتصادي ګټې

ایران سوداګرۍ لپاره افغانستان مهم هېواد ګڼي او غواړي له دې لارې ځينو نورو هیوادونو سره سیاسي او سوداګریزي اړیکی ولري. هند او افغانستان د ايران چابهار بندر خپل منځۍ سوداگرۍ لپاره کاروي.

د ایران بل اقتصادي هدف افغانستان او نورو ختیځو هیوادونو ته د تيلو او غازو صادرات او د دغو هېوادونو بازارونو ته لاسرسى دى. ایران په کور دننه سیاسي خوځښتونو او د امریکا د بندیزونو له امله اقتصادي ستونزو سره مخ دى او داسی ښکاري چی د امریکا لخوا به فشار نورهم زیات شي.

ايران افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، هند او افغانستان د ايران چابهار بندر خپل منځۍ سوداگرۍ لپاره کاروي

ایران همدا راز د پاکستان، هندوستان، چین او ترکیې سره په افغانستان کې د خپلو توکو لپاره د بازار موندنې په برخه کې په سیالۍ بوخت دی. ایران په افغانستان کی شا او خوا دوه زره خصوصي شرکتونه لري چی زیات يي په هرات کی د تجارتي اموالو په وارداتو او صادراتو کی بوخت دي. ایران او هند د چابهار بندر په رامنځته کولو غواړي چی د پاکستان له ګوادر بندر سره چې د چین په مرسته جوړ شوی سیالي وکړي.

د مخدره توکو قاچاق او افغان کډوال

ايران کې د افغان کډوالو استوګنه هم دغه هېواد ته د اندېښنې وړ ده او کله نا کله یې د فشار د وسيلې په توګه کارولې. ایران کې څه دپاسه یومیلیون افغان اوسیږي، خو د پاکستان پرتله چې له دې د زیاتو افغان کډوالو کوربه دی د پام وړ مرستې نه کیږي.

شا وخوا ١٣ کاله وړاندې ايران پرافغان حکومت د فشار په توګه زرګونه افغان کډوال وايستل. دې کډوالو ته د چوپړونو په برابرولو کې د پاتې راتلو اله امله ولسي جرګې د هغه مهال د بهرنيو چارو له وزير رنګين دادفر سپنتا او د کډوالو د چارو له وزير اکبر اکبر نه د باور رايې بېرته واخيستې. له افغانستانه ایران ته قاچاق کېدونکي نشه یې توکي د ایران بله اندېښنه ده. ایران وايي دې نشه یې توکو یې نږدی دری میلیون وګړي روږدي کړي او په دې سره د ایران اقتصاد او ټولنیز چاپیریال ته خورا ستر زیان اوښتی.