د افغانستان نامتو سینماګر جوانشېر حیدري ومړ

سینما

د عکس سرچینه، Facebook/Jawanshir Haidary

د عکس تشریح، جوانشېر حیدري د نژدې ۷۰ کلنۍ په عمر د قلبي ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې مشر او ددې هېواد فلم جوړوونکی جوانشېر حیدري تېره شپه په روغتون کې د ناروغۍ له امله سا ورکړې.

نوموړی د نژدې ۷۰ کلنۍ په عمر د قلبي ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

ښاغلی حیدري د کابل د چنداول په جوانشېران سیمه کې زېږېدلی و. په سینما کې یې کار هغه مهال پیل کړی و چې دی د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځي کې محصل و.

له فارغېدو وروسته د ادارې او منجمنټ په برخه کې لنډمهالو زدکړو لپاره فلیپين ته لاړ. هلته د زدکړو له بشپړولو وروسته هېواد ته راستون شو او د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې یې د "ډارمو او ډیالوګ" د مدیر په توګه کار پیل کړ.

شاوخوا دوه لسیزې د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې مشر پاتې شوی و.

د نوموړي لومړی فلم "مجسمې خاندي" و. ده پخپله د فلمونو لپاره سوژې لیکلې او د فلمونو ډایرکټري یې هم کوله.

ښاغلي حیدري د افغانستان په سینما کې د هغه د ملګرو په وینا ۴۵ کاله کار کړی و او ټولټال یې شاوخوا ۱۵ فلمونه جوړ کړې و چې مشهور یې "بابا" او "خندانه مجسمه" و.

نوموړي پخپله د "صبور سرباز" فلم کې د یوه زړور سرتېري رول لوبولی او ورسره یې د "کډوال مرغان" فلم کې هم رول لوبولی. خو د فلم اصلي لوبغاړي رول یې نه و لوبولی.

ښاغلي حیدري همداراز د افغان مشهوره سندرغاړي احمد ظاهر د ژوند په اړه هم د "د شرق ستوری" په نوم یو فلم جوړ کړی و. هغه دا فلم په تاجکستان کې چې د احمد ظاهر مینه وال پکې شته جوړ کړی و.

جوانشېر

د عکس سرچینه، Facebook/Jawanshir Haidary

د ښاغلي حیدري نژدې ملګری او همکار او د افغان فلم پخوانی رییس انجینیر لطیف احمدي وايي، ښاغلی حیدري د افغانستان د سینما لپاره لوی غنیمت و او نشتوالی یې لویه ضایعه ده. د ده په خبره تر هغې چې د افغانستان سینما وي، د ښاغلي حیدري نوم به یې تاریخ کې ثبت وي.

جوانشېر حیدري د ژوند په ورستیو کې یوازې ژوند کاوه او کورنۍ یې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي.

د ښاغلي احمدي په خبره د جوانشېر حیدري وزن په ورستیو کې زیات شوی و او له همدې امله ورته د زړه ناروغي پیدا شوې وه.

نوموړی زیاتوي چې دی دوه وارې ددې تکلیف له امله عملیات شوی و، خو درېیم وار یې په روغتون کې سا ورکړه.