تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د څرخي پله بندیان نورو زندانیانو ته بهرنۍ ژبې او کمپیوټر ورزدکوي
د افغانستان پوهنې وزارت د ځینو خصوصي موسسو په مرسته د افغانستان په څرخي پله زندان کې د بهرینو ژبو او کمپیوټر د زدکړو بهیر پیل کړ.
په دغه زندان کې به بندیان انګریزي، فرانسوي، عربي او روسي ژبې لیک لوست زدکوي. په څرخي پله زندان کې د جوړو شویو کورسونو ښوونکي خپله بندیان دي چې وړیا به تدریس کوي.
اوس مهال سلګونه زندانیان په دغه زندان کې په سواد زدکړې او د لاسي صنایعو بر جوړولو بوخت دي.
د ژبو د زدکړو ښوونیز پروګرام د پیل په لومړۍ ورځ د څرخي پله زندان شاوخوا ۲۰۰ زندانیانو خپل نومونه ولیکل.
د کمپیوټر زدکړو تر څنګ د پوهنې وزیر میرویس بلخي له خوا د دغه لوې زندان بندیانو ته د انګریزۍ، فرانسوي، عربي او روسي ژبو کورسونه هم پرانیستل شول.
اوس مهال په ټول زندان کې نژدې یو زرو ۷۰۰ زندانیان په سواد زدکړو بوخت دي.
څرخي پله زندان د افغانستان تر ټولو ستر زندان دی چې شاوخوا لس زره کسان پکې بندیان دي چې نژدې دوه زره یې طالبان دي. دلته زندانیانو ته ځینې مسلکونه هم ور زدکول کېږي.
د زندان چارواکي وایي د سواد زدکړې پروګرامونه په ټولو زندانو کې لري او د ژبو د زدکړو به هم پیل کړي.
د څرخي پله زندان مشر اختر محمد نورزی وایي د ژبو د کورسونو ښوونکي خپله رضا کار زندانیان دي.
چارواکي وایي ډېر ژر به په څرخي پله زندان کې یو طبي انستېتیوټ هم پرانیځي.
وړاندې د دغه دزندان چارواکو اعلان کړی و که هر زنداني یو کتاب ولولي وروسته له ارزونې به یې شپږ ورځې بند کم شي.
وروستیو کلونو کې ملګرو ملتونو په افغان زندانو په ځانګړي ډول څرخي پله زندان په وضعیت نیوکه کړې او وضعیت یې د اندېښنې وړ بللی.
بي بي سي په ۲۰۱۸ کال کې څېړنه کړې وه چې په زندانانو کې د بندیانو روغتیایي وضعیت کړکېچن دی. یواځې تېر کال له سلو ډېر ناروغان چې په بېلابېلو ناروغیو اخته و په څرخي پله زندان کې مړه شوي.
دغه نیوکې لامل شوې چې افغان دولت د زندانو نو وضیعت ته پاملرنه وکړي او ښوونیز پروګرامونه یې ډېر کړي.