افغان بندیانو ته؛ سل مخیز کتاب ولولئ شپږ ورځې بند مو کمېږي

د افغانستان د زندانونو ادارې د زندانیانو د اصلاح او د بند مودې د کمولو په موخه د تازه بدیلې کړنلارې خبر ورکړی دی. دا بدیله کړنلاره د کتابونو مطالعه ده.

د افغانستان د مرکزي زندان مسؤلین وايي چې د دغه کړنلارې پر بنسټ، که زنداني یو سل مخه ییز کتاب مطالعه کړي، په مشروط ډول یې د زندان له مودې شپږ ورځې کمېږي.

دوی وايي چې له یادې کړنلارې د افغان حکومت د بېلابېلو بنسټونو له لوري هرکلی شوی خو د دغو کړنلارو عملي کول د ولسي جرګې له خوا تصویبېدو او د ولسمشر له لوري توشیح کېدو ته اړتیا لري.

د مرکزي یا څرخي پله زندان رئیس اختر محمدنورزي بي بي سي ته وویل چې د دغه کړنلارې پر بنسټ به سواد لرونکي زندانیان وکولی شي د مطالعې سربېره علمي اثار او کلتوري توکي رامنځته کړي.

ښاغلي نورزي وویل چې د زندانیانو له خوا د کتاب د مطالعې او د هغه غورچاڼ وړاندې کول د سیمینار له لارې شپږ ورځې د زندان د کمولو لامل کېږي:

"ددې لپاره چې له وخته مو ګټه اخیستې وي، موږ باید منظم پلانونه ترتیب کړو، هغه زندانیان چې په دې موده کې ورته سزا ټاکل شوې، هم به زده کړې وکړي او هم به یې د بند موده رالنډه شي او ورسره به ځینې بې سواده باسواده شي. په راتلونکو کې به موږ د کمپیوټرساینس انسټیټیوټ، د طبي علومو انسټیټیوټ هم پرانیزو. د بند له پوره کېدو وروسته به دوی خپلې زده کړې پای ته رسولي وي او ټولنې ته به د خدمت جوګه شي."

له دې وړاندې د افغانستان په زندانونو کې، د سواد زدکړې پرګرام، د فن او حرفوي کارونو زدکړه او د لاسي صنایعو د تولید چوپړونه د زندانیانو لپاره وړاندې کېدل.

ښاغلی نورزی وايي چې د زندانیانو علمي او کلتوري کارونو د هڅونې په موخه په زندان کې دننه د شاعرانو او لیکوالانو ټولنه هم جوړه کړې چې اوس ۶۱غړي لري .

هغه وویل چې د تازه بدیلې کړنلارې له امتیاز څخه یوازې سواد لرونکي زندانیان ګټه پورته کولی شي او هغه زندانیان چې سواد نه لري د کسب او کار زده کړې له پروګرام څخه برخمن کېږي چې بیا په عادي ژوند کې ګټه ورنه واخلي:

"په حرفوي زدکړو یې پیل کړی دی چې په هغې کې به د مرۍ ګنډلو، خیاطي، نجاري، فلزکاري، هکاکي دغه رشتې هم تر کار لاندې نیولي چې دوی به هلته روزل کیږي کله چې ددوی د حبس موده پای ته رسیږي، کولی شي په خپل ژوندانه کې له دغه تجربو ګټه واخلي."

د څرخي پله په زندان کې شاوخوا ۱۳زره کسان بندیان دي. وروستیو کې چې د بي بي سي خبریالان دغه زندان ته ورغلي وو، وايي له دغو زندانیانو له ډلې یې یوازې دوه زره یې طالبان دي.

د بي بي سي په راپور کې راغلي و، ځینې بندیان داسې فکر هم لري چې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شي.

د افغانستان د زندانونو اداره وايي هیله مند چې د بند بدیله طرح به وکولی شي د زندانیانو په ذهنیتونو مثبت اغېز پرېباسي.