تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څرخي پله زندان کې د پولیسو او زندانیانو ترمنځ نښته شوې
د افغانستان تر ټولو لوی څرخي پله زندان کې نن سه شنبه ماسپښین د امنیتي ساتونکو او یو شمېر زندانیانو ترمنځ نښته شوې ده. د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې نښته کې لږ تر لږه څلور زندانیان چې پر پولیسو یې حمله کړې وه وژل شوي، او ۱۳ نو ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي په دې نښته کې شل تنه پولیس هم ټپیان دي.
نښته د څرخي پله زندان په هغه برخه کې شوې چې د مخدره توکو کاروبار په تور نیول شوي پکې ساتل کېږي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، د لویې څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزارت په ګډ امر ټاکل شوې وه چې نن د زندان دا برخه تلاشي شي.
ښاغلی رحیمي وایي، کله چې امنیتي کسانو د څارنوالو په شتون کې د زندان بلاکونه تصفیه کول، یو شمېر زندانیانو په ډله ییزه توګه پر ساتونکو او څارنوالانو برید وکړ او هڅه یې وکړه چې وسلې ترېنه واخلي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، پولیسو د زندانیانو د خپرولو لپاره په پیل کې هوایي ډزې وکړې، خو وروسته د دواړو خواو ترمنځ نښته وشوه او په پایله کې یې څلور تنه زندانیان ووژل شول او ۱۳ نور تپیان شول.
خپلواکو سرچینو تر دې دمه د پېښې او اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو له سیمې وروستي رپوټونه وایي چې وضعیت اوس د امنیتي کسانو په کنترول کې دی.
پر خواله رسنیو بیا ځینې نا تائید شوي رپوټونه وایي، په اصل کې زندانیانو هلته د روغتیایي خدمتونو د نه شتون پر ضد احتجاج کاوه، چې وروسته پکې تاو تریخوالی رامنځته شو.
د څرخي پله زندان د افغانستان تر ټولو لوی زندان دی چې په ګڼو جرمونو نیول شوي کسان پکې ساتل کېږي. دا لومړی ځل نه دی چې دې زندان کې د امنیتي کسانو او زندانیانو ترمنځ نښته کېږي.
په دې زندان کې له زندانیانو سره د بلد چلند او شکنجې رپوټونه هم وخت نا وخت ترلاسه کېږي.
وسله والو طالبانو هم څو څو ځله تور پوړې کړی چې د دوی نیول شویو جنګیالیو سره په څرخي پله زندان کې ناوړه چلند کېږي او ربړول کېږي.