تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د څرخي پله زندانیانو لپاره نوې ودانۍ او روغتون
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو روغتیايي او استوګنیز وضعیت په اړه د بي بي سي د رپوټونو او څرخي پله بندیانو له اعتصاب وروسته، افغان ولسمشر د دغه زندان د ۵۰ بستریز روغتون او ۳۰۰۰ بندیانو ته د نوې ودانۍ جوړېدو ډبره کېښوده.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر غني د چارشنبې په ورځ (وږی ۲۱مه) څرخي پله زندان کې جوړو شویو مراسمو کې وویل، ددغو ودانیو او روغتون جوړولو هدف د بندیانو لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.
نوموړي له بندیانو سره له سره د هغوی د دوسیو ارزولو او د عدالت د تطبیق ژمنه وکړه.
افغان ولسمشر څرخي پله زندان کې د روغتون او د بندیانو لپاره د نوې ودانۍ جوړېدو اعلان وروسته تر هغه وکړ، چې بي بي سي د افغانستان روغتونونو، په تېره څرخي پله زندان کې د بندیانو د روغتیايي وضعیت په اړه څو رپوټونه خپاره کړل.
بي بي سي په خپلو رپوټونو کې وموندله، چې تېر کال په څرخي پله زندان کې دماغي نري رنځ یا دماغي تبرکلوز د ۱۵۰ زندانیانو نیم بدن فلج کړی و، خو د سږ کال یوازې په لومړیو درېیو میاشتو کې۲۳۰ کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.
په څرخي پله زندان کې تېر کال شاوخوا سل بندیان د بېلا بېلو ناروغیو له امله مړه شوي دي.
وروسته د څرخي پله شاوخوا ۳۰۰۰ زندانیانو د یوې اونۍ لپاره د نه خوړو اعتصاب وکړ.
د بند په موده کې تخفیف، د اعدام سزا په اوږد مهاله بند اړول او اړوندو ولایتونو ته د زندانیانو استول د اعتصاب کوونکو له غوښتنو دي.
د دغه زندان بلاکونه د نژدې څلور زره کسانو لپاره جوړ شوي وو، خو اوس پکې څه باندې لس زره بندیان ساتل کېږي.
څرخي پله زندان کې څه نوي جوړېږي؟
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، د څرخي پله زندان کې د څارنوالانو او ادارو لپاره دوه پوړیزه ودانۍ جوړېږي، چې ۲۴ خونې لري.
همدارنګه، ۳۰۰۰ بندیانو ته به ودانۍ جوړه شي چې اسانتیاوې به یې د اوسنیو بندخونو پرتله ښې وي.
یادو مراسمو کې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي وویل، د دولت له امکاناتو سره سم به د بندیانو د ستونزو حل کولو هڅه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت به ځینې هغه بندیان چې د ولسمشر فرمان پرې تطبیقېږي، له ګټې برخمن او د بند موده به یې لنډه یا وبښل شي.
لوی څارنوال د هغو بندیانو د قانوني رخصتۍ په اړه د یوې تګلارې چمتو کولو خبره هم وکړه، چې صعب العلاجه بلل شوي او د ناروغو بندیانو لپاره به یوه ارزوونکې کمېټه هم وټاکي او د بندیانو خپلوانو ته به د بندیانو د لیدنو اسانتیا برابره کړي.
په یادو مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل، د زندانونو د مدیریتي څلورکلن اصلاحي پلان له مخې د ۱۸ ولایتونو د زندانونو ودانۍ بشپړې شوې او ۵ ولایتونو کې کار پرې روان دی.
پارک او څلی
ولسمشر غني وویل، څرخي پله سیمه کې ۱۲۰۰ جرېبه ځمکه شته، چې یو لوی پارک او د ټولو شهیدانو د یاد په پار به یو څلی پکې جوړ شي.
ولسمشر غني د ښځینه بندیانو د دوسیو بیا ارزولو امر هم وکړ، چې په وینا یې د هغوی ستونزو حلولو ته باید لا ډېر پام وشي.
محمد اشرف غني، پای کې وویل، د بندیانو مدیریتي سیستم باید 'انسان محوره' شي او له بندیانو سره بشري چلن وشي.
د افغانستان په زندانونو کې څه باندې ۳۰ زره کسان بندیان دي. د دوی روغتیايي خدمتونو ته یوازې ۲۰۰ زره امریکايي ډالره کلنۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
یاني هر بندي لپاره نژدې ۴۷۰ افغانۍ کلنی روغتیايي لګښت په پام کې نیول شوی.