تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار کې درې چاودنو یو هلک وژلی او څلور یې ټپيان کړي
د جلال اباد ښار دریمې ناحیې او په بهسودو ولسوالیو کې د نجونو دوو ښوونځیو ته څېرمه چاودنو کې یو کوچنی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، په چاودنو کې د دواړو لیسو دوه ملازمین ژوبل شوي دي.
سرچینه وايي، د جلال اباد ښار بي بي حوا لیسې مخې ته او د بهسودو ملک حمیرا ښوونځي ته څېرمه چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو.
د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، ننګرهار کې نن سهار درې چاودنې شوي چې یو ۱۴ کلن تنکی ځوان پکې وژل شوی او ۴ نور ژوبلېدلي دي.
دا چاودنې داسې حال کې کیږي چې تازه ښوونځي د اوړي له درې میاشتینیو رخصتیو وروسته بیا پیل شوي دي.
له دې وړاندې 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې په ننګرهار کې په ځانګړي توګه د نجونو ښوونځیو ته ګواښ کړی و چې که افغان امنیتي او بهرني ځواکونه د دوی په نفوذي سیمو کې بریدونه ونه دروي، دوی به ښوونځي په نښه کړي.