کرېکټ: د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، افغان لوبډله کې ټولټال ۱۵ لوبغاړي دي چې مشري یا کپتاني یې فرحان زاخېل کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ په ۲۰۲۰ کال کې د نولس کلنو ځوانانو د کرېکټ نړیوال جام لپاره افغان لوبډله اعلان کړه. په لوبډله کې پنځلس ځوان لوبغاړي اخیستل شوي، چې مشري یا کپتاني به یې فرحان زاخېل کوي.

په نورو لوبغاړو کې یوازې ابراهیم ځدراڼ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره هم لوبېدلی. د افغانستان بشپړه لوبډله په لاندې دول ده:

فرحان زاخېل (کپتان)، ابراهیم ځدراڼ، صدیق اتل، رحمان الله ځدراڼ، اسحاق محمدي، نور احمد، شفیق الله غفاري، جمشېد میر علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼیوال، فضل حق، عمران میر، زهیب زمانخېل، اصف موسی زی، عابد محمدي.

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام به د ۲۰۲۰ کال د جنوررۍ میاشتې له ۱۷ د فبرورۍ تر ۹مې نېټې په سویلي افریقا کې ترسره شي.

په دغو سیالیو کې ټولټال ۱۶ لوبډلې ګډون کوي، چې په څلورو ګروپونو وېشتل شوې دي. افغانستان په ډي ګروپ کې دی، او ورسره کوربه هېواد سویلي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات هم شته.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، افغانستان به په ډي ګروپ کې له سویلي افریقا، متحده عرب امارات او کاناډآ سره مخامخ کېږي

په اې ګروپ کې هند، جاپان، نیوزیلنډ او شري لنکا لوبډلې راغلي دي. په بي ګروپ کې بیا د اسټرالیا، انګلنډ، وېسټ انډیز او نایجریا لوبډلې ځای لري. او همدا راز په سي ګروپ کې د پاکستان، بنګله دېش، سکاټلنډ او زمبابوې لوبډلې دي.

افغانستان به په ډي ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه کوربه هېواد سویلي افریقا سره کوي. ورپسې به افغانستان د جنورۍ په ۲۲مه نېټه له متحده عربي اماراتو سره، او د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه له کاناډا سره لوبه کوي.

د ګروپ پړاو له لوبو وروسته به د هر ګروپ د سر دوه لوبډلې د دې سیالیو دویم پړاو ته لار مومي.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ تېر ځل په ۲۰۱۸ کال کې په نیو زیلنډ کې ترسره شوې وې. پر هغه کال د هند لوبډله اتله شوې وه، خو افغان لوبډلې هم ښه لوبه کړې وه او تر نیمه پایلوبو رسېدلې وه.