تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: افغان حکومت د بیجنګ ناستې ته خنډونه جوړوي
د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي چې د افغان سولې په اړه د بیجینګ په جوړیدونکې غونډه کې خنډ رامنځته شوی دی. دغه چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، ستونزه د افغان حکومت له خوا د ګډونوالو د برابر شوي لېست او د غونډې د اجندا د څرنګوالي پر سر را ولاړه شوې.
دغه طالب چارواکی وایي، افغان حکومت هڅه کوي چې د بیجینګ غونډې ته د بین الافغاني مذاکراتو بڼه ورکړي، خو د ده په باور، د بیجینګ ناسته له سره یوازې دیالوګ ته ځانګړې شوې وه، او هغه داسې چې ګډونوال به یې له کومې پریکړې پرته خپل نظرونه څرګندوي.
بل لورته د سولې په برخه کې د افغان دولت وزارت وایي، دوی له خپله اړخه د بیجینګ غونډې ته چمتوالی لري او د کوربه هېواد او طالبانو د چمتوالي د اعلان په تمه دی.
یاد وزارت وایي، دوی دغې غونډه کې د ګډون کوونکو لېست هم جوړ کړی، خو د طالبانو دغه چارواکی وایي، د افغان حکومت لخوا لېست داسې جوړ شوی چې برحاله لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې دي.
بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه یې خپل نوم د بیجنیګ غونډې د ګډونوالو له لېسته لېرې کړی دی.
ښاغلی کرزی وایي، دې غونډه کې خپل شتون مهم نه بولي، خو په خبره یې له ښاغلي غني سره په دې مخالفت لري چې د ځینو نورو مشرانو نومونه یې هم له دې لېسته لېري کړي. ښاغلي کرزي د دغو نورو لېرې شویو مشرانو نومونه یاد نه کړل.
په چین کې د بین الافغاني ناستې په اړه د میاشتو راهېسې رسمي او غیر رسمي خبرې کېږي، خو لا هم مالومه نه ده چې دا غونډه به کله ترسره کیږي.
له دې سره هممهاله امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې حکومت یې له طالبانو سره په یوې نوې هوکړه کار کوي، او ګوري به چې څه کېږي.
په دې وروستیو ورځو کې له اوږده ځنډ وروسته د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم قطر کې له طالبانو سره یوه غیر رسمي ناسته درلوده، خو د بحث جزئیات یې مالوم نه شول.