تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان په چین کې: د ملا برادر په مشرۍ پلاوی بیجنګ ته ورسېد
په دوحه کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند په مشرۍ د دې ډلې یو ۹ کسیز پلاوی چین هېواد ته رسېدلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد ویلي، یاد پلاوي نن یکشنبه له چینایي چارواکو سره وکتل او له امریکایانو د خپلو مذاکراتو په اړه یې وضاحت ورکړ.
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ناڅاپي توګه له طالبانو سره په دوحه کې د سولې خبرې ودرولې، دا دریم ځل دی چې د طالبانو پلاوی بهرني سفرونه کوي.
له دې وړاندې د طالب مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو څلور کسیز پلاوی روسیې ته تللې و. له هغه وروسته د طالبانو یو پلاوي په تهران کې هم له ایراني چارواکو سره وکتل.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، دې ډلې نن یکشنبه بیجنګ کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي ډین شیجون سره وکتل او پر دوه اړخیز سیاسي او اقتصادي اړیکو یې خبرې وکړې.
د طالبانو په اعلامیه کې همدا راز ادعا شوې ده چې له امریکایانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د چین حکومت د طالبانو د دریځ ملاتړ کړی دی.
د قطر په دفتر کې د طالبانو مشر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي دوه اوونۍ وړاندې د روسیې له (ار ټي) خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي وو، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته لېواله دي، خو که امریکا جنګ ته دوام ورکول غواړي نو طالبان سل کاله نور هم جګړه کولی شي.
روسیې ته د طالبانو د سفر په غبرګون کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، طالبانو د سولې پته ورکه کړې او اوس کله روسیې او کله چین ته مراجعه کوي:
"روسیې او چین ته د طالبانو د ځینو استازو ورتګ د هغوی قطعي ناکامي ده، طالبانو د سولې اصلي ادرس ورک کړی دی. د طالبانو د ځینو مشرانو دا ډول هڅې پایله نه لري. له بده مرغه د قطر دفتر کې د طالبانو موجودیت د سولې بهیر کې هېڅ ګټه ونه کړه، طالبانو هڅه وکړه ددې دفتر له لارې له سولې پرته خپلو نورو ته ورسېږي."
په ورته وخت کې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې وویل، غوښتل یې له طالبانو سره وویني، خو له هغه وروسته یې خپله پرېکړه بدله کړه، چې ورته وویل شول، دغه ډله اوربند ته غاړه نه ږدي.
نوموړي یو ځل بیا خپله هغه خبره تکرار کړه، چې ګواکې پر طالبانو یې دا وروستیو کې سخت ګوزارونه کړي دي، او ادعا یې وکړه چې دا ډله پر خپلو بریدونو او د سولې د خبرو پر درېدو پښېمانه ده.
له دې سره سم د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د روانې جګړې له کبله پر اوښتو تلفاتو خپګان ښودلی او پر افغان حکومت او طالبانو یې غږ کړی چې افغان وژنه دې بنده کړي، او باید دواړه خواوې په دې کار شرم وکړي. نوموړي دا څرګندونې نن پنجشنبه کابل کې په یوه خبري ناسته کې وکړې.