غني: طالبانو سره د افغانستان په هر ښار کې د سولې خبرو ته کېنم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو ټاکنیزو منډو-ترړو په ترڅ کې نن د شنبې په ورځ جنوبي ولایت کندهار ته ولاړ او هلته یې د خپلو سلګونه پلویانو یوې غونډې ته وینا وکړه.

محمد اشرف غني په کندهار کې خپلو پلویانو ته له طالبانو سره پر سولې ټینګار وکړ او پر طالبانو یې نیوکه وکړه چې پردي هویت مشهور دي او ویې ویل چې طالب مشرانو ته زما پیغام دا دی چې د افغانستان په هر ښار کې چې راسره کیني که هغه کندهار وي، زابل وي، ارزګان او یا هم هلمند وي کیني او ورسره سوله کوي.

نوموړي زیاته کړه چې موږ نړۍ په سولې قانع کړه.

ښاغلي غني وویل، اوسني حکومت کې یې اجرائيه ریاست یو لاس تړلی دی او له کندهاریانو یې غوښتنه وکړه چې راتلونکو ټاکنو کې یې د بشپړ واک لپاره ملاتړ وکړي.

د ولسمشر غني د خبرو سره هم مهاله د هغه ویاند صدیق صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت د ټاکنو لپاره د سولې هڅې اوس درولي دي او د سولې راتلونکی بهیر به هم راتلونکی حکومت مخته بوځي.

نوموړي زیاته کړه، طالبانو د سولې ادرس غلط کړئ د مسکو پر ځای دې کابل ته راشي او افغان حکومت سره دې خبرو ته کیني.

په ورته وخت کې ولسمشریزو ټاکنو ته بل کاندید ګلبدین حکمتیار پر افغان حکومت نیوکه کړې چې د سولې پر وړاندې لوی خنډ ګرځي.

ښاغلي حکمتیار په خپلو څرګندونو کې د هېواد روان امنیتي وضعیت او اقتصاد ننګونکی وباله او ترڅنګ یې پر طالبانو غږ وکړ چې د بهرنیانو پر ځای دې بین الافغاني خبرو ته کیني.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان طالبانو له سیاسي دفتره یو درې کسیز پلاوی له روسي چارواکو سره د افغان سولې د خبرو په اړه د سلا مشورې لپاره مسکو ته رسېدلی دی.

که څه هم طالبانو رسماً مسکو ته د خپل پلاوي‌ د تلو خبره نه ده تائید کړې،‌ خو د اسوشیټېډ پرېس په ګډون یو شمېر نورو رسنیو مسکو ته د طالب پلاوي د رسېدو خبره کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین سرچینو ته ویلي، په پلاوی کې د طالبانو مشر مرکچي شیر محمد عباس ستانکزی،‌ په خپله سهیل شاهین او یو بل مشر هم شامل دي.

په اسلام اباد کې هم یوې باوري سرچینې ویلي چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي مسکو ته د طالب پلاوي‌ د تللو خبره تائید کړې ده.

د رپوټونو له مخې دې پلاوي پرون جمعه د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم کتلي دي.