ټرمپ: طالبانو سره لیدو ته چمتو وم، خو دوی اوربند ونه کړ

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، غوښتل یې له طالبانو سره وویني، خو له هغه وروسته یې خپله پرېکړه بدله کړه، چې ورته وویل شول، دغه ډله اوربند ته غاړه نه ږدي.

د اسټرالیا له لومړي وزیر سکاټ موریسن سره له لیدنې وروسته نن جمعه په سپینه ماڼې کې له خبریالانو سره مرکه کې ښاغلي ټرمپ وویل د یوې لیدنې په اړه مو فکر کاوه:

''دا طرح مې خوښه نه شوه، چې ګواکې دوی نه شي کولای، اوربند وکړي... زما بشپړه هیله دا وه، چې لیدنه وکړو. زه له هر چا سره وینم، زه فکر کوم لیدنې، کتنې ښې دي. ''

نوموړی وايي، د اوربند پلوي و، خو په وینا یې ''کله چې راته وویل شول، دوی اوربند ته غاړه نه ږدي، په وینا یې ما وویل، چې نو بیا ولې زحمت کوو؟ ''

نوموړي یو ځل بیا خپله هغه خبره تکرار کړه، چې ګواکې پر طالبانو یې دا وروستیو کې سخت ګوزارونه کړي دي:

''موږ په افغانستان کې طالبان وځپل، موږ پر طالبانو داسې ګوزارونه کړي دي چې د جګړې په تېرو ۱۹ کلونو کې پرې داسې ګوزارنه نه دي شوي. ''

ولسمشر ټرمپ وايي، باوري سرچینو ورته ویلي، چې طالبان وايي، تېروتنه یې کړې ده.

نوموړي له دې مخکې تېره اونۍ وموړي دا څرګندونې په یوه ټویټري پیغام کې کړي او ویلي یې و، طالبان پوهیږي چې د کابل وروستۍ برید د دوی یوه لویه تېروتنه وه.

ولسمشر ټرمپ چې وړاندې یې د کابل برید د سولې په خبرو کې د کاذب برلاسي لپاره د طالبانو هڅه بللې وه وايي، دا یو ښه اقدام نه وو او د خبرو اترو د پر مخ وړلو لپاره د ده په وینا نورې ډېرې ښې لارې هم شته.

که څه هم طالبانو د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلې خو د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مشر شېر محمد عباس ستانکزی تېره اونۍ د روسیې له ار ټي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و چې که امریکا جګړې ته دوام ورکول غواړي نو طالبان سل کاله نور هم جګړې ته دوام ورکولی شي.

د روانې سپتمبر میاشتې پر نهمه نېټه ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له افغان طالبانو سره د امریکایانو د سولې خبرې نور دوام نه کوي او ختمې دي. نوموړي زیاته کړه، امریکا اوس هم غواړي چې له افغانستانه ووځي، خو پر سم وخت به ووځي.