ټرمپ: د امریکا دښمن که هر چېرې وي، له منځه به یې وړو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چارشنبه وویل، هر څوک چې امریکا ته په بده سترګه وګوري یا هم ګواښ ورته پېښ کړي، امریکا به یې پر ضد بشپړ ځواک وکاروي او له منځه به یې یوسي. ولسمشر ټرمپ پنټاګون کې د سپټمبر یوولسمې د بریدونو د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وینا کوله.

نوموړي راټول شویو خلکو ته وویل، د امریکا دښمنانو ۱۸کاله وړاندې په یوه برید سره هڅه وکړه چې د امریکا حکومت او ولس ووېروي، خو په وینا یې په دې کار کې ناکامه شول او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شو.

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا له طالب مشرانو سره خپلې لغوه شوې کتنې ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا کتنه یې کابل کې د طالبانو د وروستي برید له کبله لغوه کړه.

ده وویل، طالبانو په کابل کې د یوه امریکایي عکس په وژلو سره لویه تېروتنه وکړه، او فکر یې کاوه چې په دې توګه به دوی خپل ځواک ښکاره کړي، خو په اصل کې یې خپله کمزوري وښوده.

نوموړي پرته له دې چې د طالبانو نوم واخلي وویل، که هر څوک له هره ځایه امریکا ته ګواښ پېښوي نو امریکا به ورپسې ورځي او همالته به یې ځپي.

امریکایي ولسمشر د شنبې پر ورځ په یوه ناڅاپي ټویټ کې اعلان وکړ چې د کابل د وروستي برید له کبله، چې طالبانو یې مسئولیت منلی و، ده له دې ډلې سره د سولې روانې خبرې درولې دي او همدا راز په کمپ ډیوېډ کې له طالب مشرانو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې خپله پټه لیدنه هم لغوه کړې.

له دې اعلان وروسته ګڼ شمېر امریکایي چارواکو پر دې پلان نیوکه وکړه او تور یې ولګاوه چې ولسمشر ټرمپ هغه کسان کمپ ډیوډ ته ور بللي وو چې د سپتمبر ۱۱ بریدګرو ته یې پناه ورکړې وه.

د ولسمشر ټرمپ له هغه ناڅاپي اعلان وړاندې افغان چارواکو بي بي سي ته منلې وه چې ولسمشر غني به واشنګټن ته سفر کوي، خو دا نه وه مالومه چې ولسمشر ټرمپ طالب مشران هم هلته ور بللې دي.