تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین کې بین الافغاني ناسته راتلونکو څو ورځو کې کېږي
د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت نن چارشنبه اعلان وکړ چې د افغان سولې په تړاو د چین بین الافغاني ناسته به په راتلونکو څو ورځو کې وشي. ټاکل شوې وه چې دا ناسته د تېرې نومبر میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه شوې وای، خو د نامالومو لاملونو له کبله هغه مهال ونشوه.
خو اوس د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت په خپله وېبپاڼه لیکلي چې دې ناستې ته چمتووالی روان دی او په راتلونکو څو ورځو کې به په بیجنګ کې وشي.
له دې سره سم د سولې په چارو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي او د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي نن چارشنبه کابل کې د چین جمهوریت له شارژدافیر وانګ داکشو سره کتلي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې په کابل کې د چین جمهوریت شارژدافیر په بیجېنګ کې د سولې د خبرو لپاره د نیول شویو چمتووالو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د چین سفارت شارژدافیر ژمنه کړې چې هېواد به یې د بیجنګ ناستې په تنظیم او همدا راز د افغان سولې په بهیر کې بشپړه مرسته کوي.
د تېرې میاشتې په وروستیو کې د افغانستان سولې عالي شورا یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، افغان سولې په اړه د بیجنګ ناسته ځکه ځنډېدلې وه چې یو هر اړخېزه اجنډا یې نه درلوده او بله خوا د افغان حکومت لوری په کې نه لیدل کېده.
هغه مهال افغان حکومت اندېښنه درلوده چې د چین غونډه هم د مسکو هغې په برخلیک اخته نه شي. مسکو غونډه کې یوازې افغان سیاستوالو ګډون لاره او افغان حکومت په کې خپل حضور نه لیده.
د غونډې تر ځنډېدو وروسته یو شمېر افغان چارواکو ویلي وو چې دا ناسته به اوس د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته وشي.
خو اوس پخپله د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو شمېرلو بهیر هم له ناندریو سره مخ دی، او په قوي احتمال د لومړنیو پایلو اعلان به هم یو ځل بیا وځنډول شي.
وسله والو طالبانو د تېرې میاشتې ځنډېدلې غونډه په اړه ویلي وو چې د ملا برادر په مشرۍ به د دوی یو پلاوی بیجنګ ته ځي او دې ناسته کې به ګډون کوي، خو د راتلونکې ناستې په اړه یې تر دې دمه رسماً څه نه دي ویلي.
چین په دې وروستیو کې د افغان سولې بهیر کې خپل رول او هلې ځلې ډېرې کړي دي او افغان حکومت سره یې دې برخ کې ګڼې ناستې کړې دي. له دې پرته د وسله والو طالبانو استازو هم په دې وروستیو کې څو ځله چین ته سفرونه کړي دي.