کرزی: ولسمشرغني دې د کړکېچ مخه ونیسي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي په هېواد کې وضعیت ورځ تر بلې د بدتر کېدو پر لور روان دی.
ښاغلي کرزي نن دوشنبه د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې اوسني وضعیت ته خپل پام واړوي او پر ښه کېدو یې کار وکړي.
هغه وویل د دې لپاره چې افغانستان تر دې ډېر خراب نه شي چمتو دی له حکومت سره همکاري وکړي.
ده وویل "زموږ د ټاکنو پایلې باید سبا ته اعلان شوې واي، چې ونه شوې، له هغې ورځې راهیسې چې موږ ټاکنې وکړې، اووه- اتو نورو هېوادونو هم ټاکنې وکړې، ټولو یې پایلې په سبا اعلان کړې. دا چې زموږ د ټاکنو پایلې نه معلومېږي، ملامتي یې د افغانستان د خلکو نه ده، موږ هغه وخت د ټاکنو پایلې په سبا اعلانولی شو چې خپلواک هېواد شو، نن نه یو، هېواد باید لا ډېر کړکېچ ته ولاړ نه شي، موږ اوس په کړکېچ کې یو، دا چې د ټاکنو پایلې نه شته، همدا کړکېچ دی."
ښاغلي کرزي په یوې خبرې ناسته کې چې خپل کور ته یې وربللې وه او ځینو ځوانانو او د ده حکومت د کابینې ځینو غړو ګډون کړی و، د هغه څه په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې دی یې د سولې ملاتړو شنونکو پر وړاندې ګواښونه بولي.
د ښاغلي کرزي اشاره د وحید مژده وژل کېدو ته وه چې تېره اوونۍ د کابل د اوومې حوزې په سیمه کې د دوو وسله والو له خوا ووژل شو او همدارنګه څو نور بریدونو ته چې د ښاغلي کرزي په وینا پر هغو خلکو شوي چې د سولې لپاره کار کوي. ده د بیان له آزادۍ پر دفاع ټینګار وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
پخواني ولسمشر پرته له دې چې د دې پېښو د عاملینو نوم واخلي وویل، امنیتي ځواکونه باید د شخصي، سیاسي او سولې ضد موخو له پاره ونه کارول شي.
ده تمه وښوده چې د چین په بېجېنګ کې د سولې ناسته دې ژر ترسره شي. خو پر هغو اختلافاتو هم خبرې وکړې چې په بېجنګ کې د ناستې د ګډونوالو د نوملړ پر سر د ده او ښاغلي غني ترمنځ راټوکېدلې دي. خو د سولې چارو کې د دولت وزارت ویلي د چین حکومت له خوا د چمتووالي او په ناسته کې د طالبانو د ګډون اعلان ته په تمه دی.
ښاغلي کرزي وویل چې د ولسمشرغني د مخالفت له امله یې خپل نوم له نوملړه لېرې کړی خو د ده په وینا د ځینو سیاسي څېرو د نومونو لېرې کولو سره یې مخالفت کړی دی.
خو افغان حکومت اعلان کړی چې د بېجنګ په ناسته کې د ګډونوالو نوملړ یې د چین حکومت ته سپارلی دی.
د سولې چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري بي بي سي ته وویل چې حکومت د طالبانو له خوا په ناسته کې ګډون ته د چمتووالي ښودلو ته په تمه دي.
د بین الافغاني ناستې پر سر له میاشتو راهیسې خبرې روانې دي. تر اوسه دوه ځلې په چین کې د ناستې نېټه ظاهراً د ګډونوالو د نوملړ پر سر د نظرونو د اختلاف له کبله ځنډېدلې.








