ولسمشر غني د صلاح الدین رباني استعفا ومنله

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني استعفا منلې ده. ښاغلي رباني نن چارشنبه له خپلې دندې استعفا اعلان کړه او په استعفا لیک کې یې پر ولسمشر غني سختې نیوکې کړې دي.
نوموړی پنځه کاله وړاندې د ملي وحدت حکومت رامنځته کېدو وروسته د بهرنیو چارو وزیر ونومول شو. درې کاله وړاندې د افغانستان ولسي جرګې له نوموړي د اعتماد رایه بېرته واخیسته، خو ښاغلی رباني تر اوسه د دې وزارت سرپرست و.
صلاح الدین رباني نن چارشنبه خپل استعفا لیک، چې ولسمشر غني ته لیکل شوی دی، پر خپل شخصي فېسبوک پاڼه خپور کړی دی. دی نیوکه کوي چې په تېرو پنځو کلونو کې د ملي وحدت حکومت کاري فضا سمه نه وه.
په دې استعفالیک کې په غیر مستقیمه توګه پر ولسمشر غني او ارګ نیوکې شوې دي چې په حکومت کې یې موازي جوړښتونه رامنځته کړي او مهمې دولتي ادارې یې له صحنې لېرې ساتلي دي.
ښاغلي رباني لیکلي، د ده د کار په موده کې څو ځله د اصلاحاتو په نامه د بهرنیو چارو له وزارت سره تعصبي چلند شوی، او دې کار د ټولنې یووالي ته زیان اړولی.

د عکس سرچینه، MOFA
ښاغلي رباني لیکلي، پنځه کاله یې د ملي د ګټو، د نظام ساتلو او د ټولنې د وېشل کېدو د مخنیوي لپاره دا ټولې ستونزې وزغملې او خپلې دندې ته یې دوام ورکړ، خو اوس چې د ملي وحدت حکومت موده هم پای ته رسېدلې نو دی له خپلې دندې استعفا کوي.
د افغانستان ولسي جرګې د ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کې له صلاح الدین رباني له دې کبله د اعتماد رایه بېرته اخستې وه چې د بهرنیو چارو وزارت خپله ټوله کلنۍ بودیجه نه وه لګولې او په مالي چارو کې یې روڼتیا نه وه.
خو د ولسي جرګې له پرېکړې سره سره نوموړي بیا هم خپلې دندې ته دوام ورکړ او له درېیو کلونو راهیسې د دې وزارت سرپرست و.
په دې موده کې څو څو ځله د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ارګ ترمنځ د سیاسي اختلافونو خبرې راپورته شوې، خو ارګ ونه توانېد، او یا یې هم ونه غوښتل چې صلاح الدین رباني له دندې ګوښه کړي.

د عکس سرچینه، MOFA
افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسیون د روان ۲۰۱۹ کال په جنورۍ میاشت کې تور پورې کړ چې د بهرنیو چارو وزارت د اصلاحي پروګرامونو پلې کولو په برخه کې همکاري نه کوي.
دوه میاشتې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، ولسمشر غني په دې وروستیو کې د ښاغلي رباني واک تر ډېره را کم کړی دی او نوموړی نور د بهرنیو چارو وزارت مهمې پرېکړې او سفرونه نه کوي.
یوه میاشت وړاندې ولسمشر غني په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو لپاره یو ځل بیا حکم صادر کړ. خو د افغانستان اجرائیه ریاست د ولسمشر حکم رد کړ او تور یې پورې کړ چې ارګ په دې کارونو سره غواړي سیاسي او ټاکنیز کمپاین وکړي.
صلاح الدین رباني د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني زوی او د اسلامي جمعیت ګوند مشر دی. نوموړی د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د دې ګوند مشر ونومول شو.










