ناهید ایثار له "جنجالونو" وروسته د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله شوه

ناهید ایثار

د عکس سرچینه، NAhEED ESAR/FB

د منابعو او ادارې په برخه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نوې مرستیالې ناهید ایثار نن شنبه 'اګست ۲۴مه ' رسماً خپله دنده پیل کړه. اغلې ایثار څو اوونۍ وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه نومول شوې وه.

خو سرچینو بي بي سي ته ویلي،‌ د ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت او په ځانګړې توګه پخپله د ولسمشر غني‌ او بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د اغلې ایثار د ګومارنې پر سر اختلاف درلود.

ویل کېږي، له همدې کبله نوموړې تر دې دمه نه وه توانېدلی چې رسماً خپله دنده پیل کړي.

د افغانستان اجرائیه ریاست هم نن شنبه په یوه اعلامیه کې دا خبره تائید کړې ده چې د ناهید ایثار د ګومارنې پر سر اختلاف موجود و، خو زیاته کړې یې ده چې اوس دا اختلاف ختم شو‌ي او نوموړې رسماً دنده پیل کړې ده.‌

دوې ورځې وړاندې له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې له ولسمشر غني نه پوښتنه وشوه چې ولې هغه مرستیاله وزیره،‌ چې ده څو اوونۍ وړاندې ګومارلې وه، تر دې دمه نه ده توانېدلې چې خپل د کار دفتر ته لاړه شي؟

ولسمشر غني په ځواب کې وویل:

"د شنبې پر ورځ به هغه خپله دنده پیل کړی.‌ هېڅ غم مه کوئ".

په همدې مرکه کې ولسمشر غني د بهرنیو چارو پر وزارت سختې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې یاد وزارت کې جدي ستونزې شته.

ناهید ایثار

د عکس سرچینه، NAHEED ESAR/FB

د ولسمشر غني‌ او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني‌ ترمنځ اختلاف څه نوې خبره نه ده،‌ له دې وړاندې هم پر ګڼو مسایلو یې جلا نظرونه وړاندې کړي دي.‌

د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې یوې سرچینې بي بي‌ سي ته وویل، ولسمشر غني په دې وروستیو کې د ښاغلي‌ رباني واک تر ډېره را کم کړی دی او نوموړی نور د بهرنیو چارو وزارت مهمې پرېکړې او سفرونه نه کوي.

اغلې ناهید ایثار تر دې وړاندې د چارو ادارې د دولت د چارو سمون مرستیال وه. نوموړې له امریکا څخه د کلتور او انسان پېژندنې برخه کې ماسټري لري.