رباني او د ولسمشر غني سلاکاران د ټاکنیزو سرغړونو له کبله جرمانه شوي

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون اعلان کړی چې ددې هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د کابل پوهنتون مشر او د ولسمشر غني دوه سلاکاران یې د ټاکنیزو سرغړونو له کبله جرمانه کړي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړې انیسه امیري وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د کابل پوهنتون رییس او د ولسمشر غني دوه سلاکاران نقدي جرمانه شوي دي. له دې سربېره د ولسمشر غني دواړه سلاکاران د رایې اچونې له حقه هم محروم کړای شوي دي.
د کمیسیون د اعلان له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني ۱۵ زره افغانۍ له دې امله جرمانه شوی چې د کمیسیون په خبره د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند عبدالله عبدالله په کمپاینونو کې یې برخه اخیستې.
اغلې انیسه زیاتوي چې د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي د خواله رسنیو نه په ګټه اخیستنې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په ګټه د کمپاین کولو او په کمپایني غونډو کې د ګډون له امله ۱۵ زره افغانۍ نقدي جرمانه شوی او ترڅنګ یې د رایه ورکولو حق ترې اخیستل شوی دی.
نوموړې بي بي سي ته وویل، د ولسمشر غني بل مرستیال عبدالرحیم عزیزي په یوه کمپایني غونډه کې د ګډون او په یاده غونډه کې د خبرو له امله ۱۵ زره افغانۍ جرمانه شوی او دی هم د رایه ورکولو له حق محروم شوی دی.
د کابل پوهنتون مشر حمیدالله فاروقي هم د ښاغلي غني د ټاکنیزو سیالیو په یوه غونډه کې برخه اخیستې او له همدې امله لس زره افغانۍ جرمانه شوی دی.

د ټاکنو د قانون په بنسټ دولتي کارکوونکي حق نه لري چې د دولت له امکاناتو د کوم نوماند په ګټه یا تاوان کار واخلي یا د دندې پرمهال له ځانګړي کاندید ملاتړ وکړي.
له دې وړاندې ولسمشر غني د یوه فرمان په صادرولو امر کړی و چې دولتي چارواکي او کارکوونکي، امنیتي ځواکونه، د ملي شورا غړي او د قضایه قوې کارکوونکي اړ دي چې د ټاکنو په بهیر کې مداخله ونه کړي.
په دې فرمان کې راغلي چې، چارواکي، امنیتي ځواکونه او دولتي کارکوونکي نشي کوای په ټاکنو کې له دولتي سرچینو د کوم نوماند په ګټه یا تاوان کارواخلي.

تر اوسه په دې اړه جرمانه شویو کسانو کې یوازې ښاغلي مرتضوي غبرګون ښودلی او نورو څه نه دي ویلي.
شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته ویلي، دی د خواله رسنیو له لارې له دې موضوع خبر شوی او نه پوهیږي چې رښتیا به وي او که نه.
هغه زیاته کړه، د رایه ورکونې حق د وګړو بنسټیز حق دی او د ټاکنو او اساسي قانونونه په دې اړه ښکاره حکمونه لري. دی وايي یوازې یوه باصلاحیته محکمه کوای شي یو کس د رایه ورکونې له حقه محروم کړي.
د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پرېکړه وروستۍ ده.








