داودزی: ټاکنو کې زموږ رایې ډېرې دي

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې مشر عمر داودزی وايي د رايو په اړه د ډاکټر عبد الله له څرګندونو وروسته دوی هم اړ شول، چې ځواب کې د خپل مخکېوالي خبره وکړي.

کابل کې زموږ همکار اسماعیل سعادت له ښاغلي داودزي سره خبرې کړې دي.

ښاغلی داودزی وايي، د ټاکنو د پایلو اعلانول د ټاکنیز کمېسیون دنده ده، نه د ټاکنیز ټېم، چې په وینا یې د ملي یووالي حکومت کې شریک او د سیال ټیم نوماند یې "د لوبې له قوانینو پښه یوڅه بېرون کېښوده، مخکې یې اعلان وکړ چې ګني د ده رایې ډېرې دي. زموږ انګیرنه دا ده چې د ده رایې ډېرې نه دي. د ده رایې چې ډېرې نه دي، نو خامخا د بل چا رایې به ډېرې وي، هغه (بل څوک) موږ یو."

عمر داودزی زیاتوي، دی په دې دلیل د "دولت جوړوونکي" ټیم رایې ډېرې ګڼي، چې وايي په تېرو ټاکنو کې شاوخوا ۷۰ زره څارونکي وو، چې ۳۰ زره یې د ګوندونو له خوا ګومارل شوي وو.

کله چې بي بي سي له ښاغلي داودزي وپوښتل، د ډېرو رایو ګټلو په اړه ستاسې څرګندونې هم ادعا ګڼل کېږي؟ نوموړي وویل لومړی د دوی سیال کاندید د ډېرو رایو ګټلو ادعا وکړه، خو "دولت جوړوونکي ټیم" چې ډېر څارونکي یې لرل، دا ادعا کولی شي چې د رایو سلنه یې تر ۵۰ ډېره ده.

Presentational grey line

د ټاکنو په اړه د ۳ نوماندانو څرګندونې

د چارشنبې په ورځ د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو له ۱۳ نوماندانو درېیو یې د ټاکنو په اړه څرګندونې کړې دي.

فرامرز تمنا د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ کړی چې د روانې اونۍ تر پایه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د کمېسیون د مهال وېش له مخې، لومړنۍ پایلې باید د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۹مه اعلان شي.

ګلبدین حکمتیار، فرامرز تمنا او لطیف پدرام د تېرو ټاکنو له بهیره خوښ نه ښکاري

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ګلبدین حکمتیار، فرامرز تمنا او لطیف پدرام د تېرو ټاکنو له بهیره خوښ نه ښکاري

ښاغلي تمنا زیاتوي، دا چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون "کمرنګه" و، نو ټاکنیز کمېسیون د لومړنیو پایلو ژر اعلانولو توان لري.

ولسمشرۍ ته بل نوماند ګلبدین حکمتیار د رایو اچولو له ورځې راپدېخوا په لومړنۍ خبري غونډه کې ویلي، د ټاکنو بهیر "شفاف نه" و.

ښاغلي حکمتیار خبریالانو ته وویل، پر رایو اچولو نفوذ ډېر و او نوماندانو د رایو ورکولو په اړه ډېرو جزییاتو ته لاسرسی نه درلود.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ یوه بل کاندید لطیف پدرام خبریالانو ته ویلي، پر ټاکنیز بهیر د امریکایانو نفوذ و.

افغان ولسمشرۍ ټاکنې د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۲۸ وشوې، چې د ټاکنو کمېسون د اټکل له مخې تر دوه نیم میلیون کسانو پکې رایه وکاروله.

دا کمېسون وايي، چې تر درېیو اونیو به د دې ټاکنو پایلې اعلان شي.

Presentational grey line

د ټاکنو لومړی پړاو ګټونکی نه لري

تېره ورځ د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند رحمت الله نبیل خبریالانو ته وویل، د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټونکی نه لري او د ټاکنو کمېسیون باید د دوهم پړاو لپاره چمتووالی ونیسي.

دی زیاتوي، د ټاکنیزو کمېسیونونو له اعلانه وړاندې د یو شمېر نوماندانو له خوا د بري اعلان به یوه نوي بحران ته لاره پرانیزي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو له اعلانه وړاندې د یو شمېر نوماندانو له خوا د بري اعلان به یوه نوي بحران ته لاره پرانیزي.

د عکس سرچینه، Rahmatullah Nabil

د عکس تشریح، د ټاکنیزو کمېسیونونو له اعلانه وړاندې د یو شمېر نوماندانو له خوا د بري اعلان به یوه نوي بحران ته لاره پرانیزي.

داسې ښکاري چې د غیر بایومټرېک رایو شمېر او یا هم نه شمېرل به په راتلونکو ورځو کې تاوده بحثونه او ناندرۍ را وپاروي، ځکه د رحمت الله نبیل نه وړاندې د ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله هم پرون یوه خبري ناسته کې ویلي وو چې یوازې بایومټرېک رایې باید وشمېرل شي.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس او په ټاکنو کې د محمد اشرف غني ملاتړي فضل هادي مسلمیار په ټاکنو کې د ټولو کارول شویو رایو پر شمېرلو ټینګار کړی او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې ته یې په خطاب کې ویلي چې "غیر بایومټریکه رایې دې پر پلار هم شمېرو".

وروسته د مسلمیار د دفتر له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي وو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مشرې حوا علم نورستانۍ په اړه 'د یو څه نامناسبو الفاظو ' له کبله له هغې بښنه غواړي.

تر دې دمه د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ګلبدین حکمتیار ټاکنیزو ډلو په دې ټاکنو کې د ډېرو رایو ترلاسه کولو او ځینو ان د خپلې بریا اعلانونه کړي دي.

خو د ټاکنو کمېسیون وایي، له دوی پرته نور هېڅوک حق نه لري چې په خپل سر د ټاکنو د پایلو او یا هم د خپلې بریا اعلانونه وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د تېرې شنبې پر ورځ د نا امنۍ له پېښو او ګواښونو سره سره ترسره شوې.