ننګرهار کې هوایي برید: "۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۶ ژوبل دي"

- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
د افغانستان ختيځ ته د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو په غرنۍ سيمه کې د بې پايلوټه الوتکې په بريد کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بريد تېره شپه شاوخوا يوه بجه د وزيرو تنګي په دار سيمه کې شوی دی.
ننګرهار کې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، د تېرې شپې په بريد کې ۱۵ ملکيان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي. خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي چې په دې برید کې اتلس کسان وژل شوي دي.
د والي ویاند زياتوي چې بريد پر داعش وسله والو شوی دی:
"بريد د ايتلافي ځواکونو بې پايلوټه الوتکې کړی دی. موخه داعش وسله وال وو. دا هغه ځای دی چې داعشيان پکې دي. متاسفانه بريد کې ۱۵ ملکي کسان شهيدان شوي او ۶ نور ژوبل دي".
خو د ننګرهار د ولايتي شورا يوه غړي اجمل عمر وويل، بريد د ځڼغوزو پر مزدورانو شوی او وژل شوي ملکيان دي. دی زياتوي، مالومات یې ترلاسه کړي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي.

د عکس سرچینه، Social Media
د ځڼغوزو يو قراردادي عزيز بي بي سي ته وويل، برید د ځڼغوزو پر کارګرو شوی چې دوی سره یې په ورځ مزد کار کاوه. دی زياتوي، په دې سيمه کې دوی سره نږدې دوه سوه کسان په کار لګیاو چې تېره شپه د دوی له منځه درې خېمې بمبار شوې دي.
"دې خلکو موږ سره کار کاوه. موږ له ولايت رسمي د کار اجازه اخېستې وه. هلته شپږ خېمې ولاړې وې. درې بمبار کې له منځه تللي دي. ۲۱ مړي او ۹ ژوبل پيدا شوي، ځېنې خلک لا ورک دي، مالومات نه کېږي".
د خوګیاڼو د ځایي روغتون یو ډاکټر قدوس ارين بي بي سي ته وويل، دې روغتون ته د پېښې له ځايه ۸ ژوبل ور وړل شوي دي. د ده په وینا، ۴ ژوبل يې د سختو ټپونو له امله د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته لېږلي.
خوګياڼي په ننګرهار کې يوه له ناامنو ولسوالیوده چې دې وروستيو دوو کلونو کې پر طالبانو سربېره د اسلامي دولت نومي ډله هم فعالیت کوي.
ډېرکله پکې دا ډلې د سيمو نيولو پسې يو تربله په جګړه اوښتي چې له امله يې زرګونه ځايي خلک خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.









