غني د ټاکنو امنیت لپاره له عمران خان مرسته وغوښته

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د پاکستان له لومړي وزیر یې غوښتنه کړې چې د ولسمشرۍ ټاکنو امنیت کې ور سره مرسته وکړي. ولسمشر غني خپل ټوېټ کې لیکلي، پاکستان پخوا هم د افغان ټاکنو امنیت خوندي کولو کې مرسته کړې ده.
د ولسمشر غني د ټوېټ له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ ټلیفون ور سره کړی او پکې یې د پروان او کابل د وړمې ورځې برید ونو په هکله ورته تسلیت ویلی:
وړمه ورځ د پروان مرکز چاریکار او کابل کې د دفاع وزارت پېژنتون سره بریدونو کې چې مسوولیت طالبانو منلی نږدې پنځوس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
غني خپل ټوېټ کې زیاتوي: "خوشال شوم چې د پاکستان لومړي وزر تېره شپه راته ټلیفون وکړ او د پروان او کابل ترهګریزو بریدونو په تړاو یې را سره خواخوږي وکړه".
ښاغلی غني وايي، چې دی او عمران خان پر سوله او راتلونکو ټاکنو هم وغږېددل:
ولسمشر غني وایي، تېرو ټاکنو کې د پاکستان په همکارۍ د تاوتریخوالي کمولو مخینې ته په پام، له پاکستانه یې وغوښتل چې راتلونکو ټاکنو کې هم د تاوتریخوالي کمولو کې مرسته وکړ.
د غني په خبره، ښاغلي خان ژمنه کړې چې تر خپل وس به همکاري کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لورته د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له لوري د افغان ولسمشریزو ټاکنو په تړاو یوه اعلامیه کې له کاندیدانو غوښتنه کړې چې اصولو او قواعدو ته ژمن پاتې شي.
نوموړي د طالبانو په ګډون په جګړه کې له ټولو ښېکلو اړخونو غوښتنه شوې چې افغان رایې ورکوونکي پرېږدي چې د هر ډول ګواښ، برید او وېرې ترهې پرته د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي، د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې باید رڼې او د باور وړ وي، ځکه د دې ټاکنو لپاره نړیواله ټولنه او افغانان دواړه قرباني ور کوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د سپټمبر پر ۲۸ کېږي او د ولسمشر غني په ګډون ۱۸ نوماندان ورته ولاړ دي.د ټاکنو پر امنیت سربېره رونټیا ت هیې هم هم اندېښنې شته،









