ملګري ملتونه: افغان حکومت او طالبان باید مخامخ خبرې پیل کړي

د عکس سرچینه، UNAMA
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وایي، د تېر یوه کال هڅو په افغانستان کې د سولې راتګ ته هیله مندي ډېره کړې ده.
نوموړي پرون (سه شنبه) امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپل رپوټ کې وویل، یوازې د افغانانو تر منځ خبرې دغه هېواد کې شخړه ختمولای شي.
د نوموړي په وینا پر همدې بنسټ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ نږدې وخت کې د ممکنه مخامخ خبرو پيل اړین دی.
ښاغلي یاماموتو د امنیت شورا غړو ته وویل، د سولې په هره هوکړه کې باید د بشري حقونو، بنسټیزو حقونو او دغه راز د رسنیو او بیان ازادۍ پر ځای ساتلو او ودې ژمنې شاملې شي:
د ښځو، ځوانانو او لږکیو حقونه باید په پام کې ونیول شي او د خدمتونو او امنیت برخو په ګډون د دولتي ادارو وړتیا لا زیاتولو برخه کې باید ژمنتیا وښودل شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې د تاو تریخوالي د ورستیو پېښو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او پر ملکي خلکو یې بریدونه د اندېښنې وړ او جنګي جنایتونه وبلل او د سولې خبرو پایله کې د تاوتریخوالي کمېدو او بالاخره د اوربند هیله یې څرګنده کړه.
تادا میچي یاماموتو د افغان شخړې د حل لپاره د سیمې هېوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو رول مهم وباله، چې په خبره یې په افغانستان کې به د سولې او ټیکاو له کبله تر ټولو ډېره ګټه وکړي.
ولسمشرۍ ټاکنې

د عکس سرچینه، ARG
نوموړي د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې ملګري ملتونه د شفافو او افغانستان شموله ټاکنو تر سره کېدو په لړ کې د افغانستان له ټاکنیزو، امنیتي ادارو، مدني ټولنې او خپله کاندیدانو سره بشپړ ملاتړ کوي.
ده زیاته کړه، له ټاکنو وروسته تر ټولو سخته چاره د ماتې قبلول دي، خو په وینا یې د ولسواکۍ په بهیر کې د دولت جوړونې تر ټولو مهم اصل همدا دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره شنبه له طالبانو سره له څو میاشتو روانې د سولې خبرې په ناڅاپي توګه ختمې کړې.
بل لور ته افغان حکومت د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی نیسي.
د دې ټاکنو امنیت ساتل او د دې پروسې روڼوالی به د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې لپاره یوه لویه ننګونه وي.








