''وسله والو طالبانو د فراه انار درې ولسوالۍ نیولې''

د عکس سرچینه، Getty Images
د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي، نن 'جمعه سپتمبر ۶ ' د فراه انار درې ولسوالۍ وسله والو طالبانو ونیوله. د پولیسو ویاند محب الله محب بي بي سي ته وویل، پولیس له ولسوالۍ وتلي دي.
له دې مخکې نن ګهیځ وختي له ځايي وخت سره سم نژدې څلور بجې وسله والو طالبانو د فراه پر مرکز هم برید وکړ، خو دولتي چارواکي وايي، بېرته یې په شا وتمبول.
د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، د انار درې ولسوالۍ ودانۍ چې کلابنده وه، ویل کېږي، تېره شپه یې هم په شاوخوا کې سخته جګړه شوې ده، خو وروسته ځايي چارواکو تایید کړه چې دغه ولسوالي د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د پولیسو ویاند زیاتوي امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ له ودانۍ یوه نیم کیلومتر لرې د ملي پوځ یوه مرکز ته لېږدیدلي دي.
نوموړی وايي، د غوڅ ملاتړ چورلکې به هم سیمې ته لېږدول کېږي، خو په وینا یې د ولسوالۍ ودانۍ کنترول اوس د طالبانو په لاس کې دی.
بل لور ته د فراه په مرکز کې له دې مخکې چارواکو تایید کړه چې وسله والو طالبانو د لوېدیځ له لوري ښار ته نفوذ وکړ او د ښار څلورمه امنیتي حوزه یې ونیوله.
د سرچینو په وینا طالبان له امنیې قومندانۍ نژدې یو کیلومتر لرې د ملي پوځ د جلب او جذب مرکز ته هم ننوتل، خو له غرمې وروسته بیا افغان امنیتي چارواکو وویل، چې له ځمکنیو او هوايي عملیاتو وروسته یې طالبان له هغو ځایونو بېرته په شا کړل چې نیولي یې و.
په دې نښته کې دواړه لوري یوه بل ته د سر زیان اړولو ادعا کوي، خو تر اوسه وروستي او کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
له دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي خپل ټوېټر کې لیکلي و چې امنیتي ځواکونو دا مرکز بېرته له طالبانو ونیو.
وروستي رپوټونه وايي، له څو ساعته جګړې وروسته طالبان له ښار اېستل شوي دي.
د فراه د ولایتي شورا سرپرست شاه محمود نعیمي وايي، وضعیت په کنټرول کې دی، طالبان له ښار اېستل شوي او چاڼیز عملیات روان دي.

د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب بي بي سي ته ویلي دې پېښه کې تراوسه یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپي شوي دي. د نوموړي په خبره، دې بریدونو کې طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو طالبانو د ورځې اوږدو کې وویل، جګړه لا هم فراه ښار کې روانه ده او د دې ښار ځینې برخې یې نیولې دي. وسلوال طالبان د یوې ویډیو خپرولو سره وايي، ښار کې د پرمختګ په حال کې دي.
د فراه امنیه قومندان محی الدین خیرخوا د ښار په ځینو برخو کې د طالبانو بریدونه مني خو وایي هلته سیمې د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.
د ښار له څلورمې حوزې ځینې کډې امن سیمو او یوشمیر نورې د هرات په لور روانې دي.
وسلوالو طالبانو د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کې هم یو ځل فراه ښار ته ننوتل. تېرو څو ورځو کې له کندوز او بغلان ښارونو وروسته دا پر یوه ولایتي مرکز د طالبانو دریم برید دی.








