کورنیو چارو وزارت: طالبان مو له پلخمري ښاره و ایستل

کندوز جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د پلخمري ښار په درېیو برخو کې یې طالب وسله وال ځپلي او له ښاره یې ایستلي دي. د کندز په ولایت کې د طالبانو د پراخ برید پر وړاندې د حکومت تر چانیزو عملیاتو وروسته د جګړې لمن د بغلان ولایت پُلخمري ښار ته غځېدلې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د پلخمري ښار په درېیو برخو کې له نښتو وروسته ۲۱ طالب وسله وال وژل شوي دي.

ښاغلي رحیمي وایي، طالب وسله وال د پلخمري ښار له مرکزه ایستل شوي او اوس د سمنټ خانې په نامه یوې څنګلورې سیمې ته په شا شوي دي.

نوموړی واي، له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ۱۳ تنه طالب وسله وال ټپیان شوي او ۸ تنه یې نیول شوي هم دي.

رحیمي

د عکس سرچینه، Rahimi Facebook

د عکس تشریح، د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، طالبان له پلخمري ښاره ایستل شوي دي

د کندوز په ولایت کې د طالبانو د پراخ برید پر وړاندې د حکومت تر چانیزو عملیاتو وروسته د جګړې لمن د بغلان ولایت پُلخمري ښار ته غځېدلې چې دواړه خواوې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه د کندوز ولایت په ښار کې ګډ چاڼیز عملیات کړي د طالبانو برید یې دفع کړی او له دې ښاره یې طالبان په شا تمبولي. خو بل لور ته تېره شپه د بغلان ولایتي مرکز پلخمري ښار په ځینو برخو بریدونه کړي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې په بغلان ولایت کې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او یو شمېر طالبان یې چې په کرکر سیمه کې د خلکو په کورونو کې پټ شوي، کلابند کړي دي. رپوټونه وايي چې په جګړه کې د ولسي وګړو په ګډون امنیتي ځواکونو او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اووښتې ده.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په حسین خېل، کرکر او بند دو سیمو کې یې ځینې پوستې نیولي او د یو شمېر قوماندانانو په ګډون یې په لسګونو افغان ځواکونه وژلي. افغان چارواکي بیا د طالبانو دا ادعا ردوي. طالبانو رسنیو ته په استولي پیغام کې ادعا کړې چې په دې جګړه کې پرمخ روان دي او د ګڼو پولیسو د وژلو خبره کوي.

د بغلان ولایت د پولیسو ویاند جاوید بشارت بي بي سي ته وویل چې طالبانو د نن (وږی ۱۰/سپټمبر ۱) سهار شاوخوا پنځه بجې د پلخمري په بېلابېلو برخو بریدونه کړي و خو زیاتوي چې وسله وال یې په شا تمبولي. دی وايي، په دې بریدونو کې د وسله والو څو کسان وژل شوي او څو نور یې ژوندي نیول شوي. خو دی د وژل شویو او نیول شویو کره شمېر په اړه څه نه وايي.

افغان ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د کندوز په اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، "په دې جګړه کې ۵۶ طالب وسله وال وژل شوي او ښار په بشپړه توګه تصفیه شوی دی".

وزارت وايي، عملیات د ملي پولیسو د ۳۳۳ قطعې ځانګړو ځواکونو، کمانډو ځواکونو او د ملي امنیت د ۹۰۵ قطعې ځواکونو ترسره کړي دي.

وزارت زیاتوي چې د کندز ښار په زاخېل ، علي خېل، کاساني، خاکني او قهوه خانه سیمو کې هوايي عملیات هم ترسره شوي او دا سیمې یې په "بشپړه توګه تصفیه کړې دي".

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د کندوز په جګړه او پروني ځانمرګي برید کې ۲۰ امنیتي سرتېري او ۵ ملکیان وژل شوي او د یو شمېر امنیتي ځواکونو په ګډون ۸۵ ملکیان ټپیان دي.

قندوز

د عکس سرچینه، Reuters

بي بي سي ته باوري سرچینې ویلي، د کندوز په جګړه کې د ولایت په کچه د طالبانو څلور مهم قومندانان هم وژل شوي دي.

د کندوز ښار یو اوسېدونکی نعیم د بي بي سي خبریال زلمي اشنا ته ویلي، ښار کې جګړه سړه شوې خو چوک او ځینو نورو واټونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ټانکونه لا هم ولاړ دي. دی وايي، یو شمېر هټۍ پرانیستل شوي خو زیاتوي چې لا هم خلک اندېښنه لري..

د کندوز یو بل اوسېدونکی دوست وايي، د ښار وضعیت اوس ښه دی او "دولتي ادارې هم فعالې دي، خلک خپلو کارو پسې وتلي. زه په ټول بازار وګرځېدم، د ښار دوکانونه شاوخوا تیا سلنه پرانیستل شوي.خو خلک کم ښکارېدل، ځکه دوی ډاډه نه دي چې ښار کې به جګړه ختمه شوې وي او که نه."

طالبانو د کندوز جګړه کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.