د طالبانو او امریکایانو نهم پړاو خبرې بې له کومې هوکړې ختمې شوې

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د طالب او امریکايي استازو نهم پړاو خبرې پای ته ورسېدې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي چې "موږ د یوه داسې توافق په درشل کې یو چې زور زیاتی به لږ کړي او افغانانو ته به ور پرانېزي چې سره کښیني او د یوې باعزته او پایدارې سولې او د یوه متحد او بااقتداره افغانستان په اړه چې امریکا، متحدینو او بل هېواد ته ګواښ نه وي، مذاکرات وکړي."

ښاغلی خلیلزاد به د حکومتي مشرتابه په ګډون له یو شمېر افغانانو سره د سلا مشورو لپاره کابل ته سفر وکړي.

نوموړي په یوه ټویټ کې زیاته کړې ده: "موږ په قطر کې له طالبانو سره د خبرو دغه دور پای ته ورساوه. زه به نن وروسته د سلامشورو لپاره کابل ته سفر وکړم.'

په قطر کې خبریال سمیع الله یوسفزي بي بي سي ته ویلي چې دې پړاو دې پړوا پورې ډېرې هیلې تړلې وې خو له ناکامۍ سره مخامخ شوې.

دی وايي، طالبانو پړه پر امریکايي استازو ور اچوله چې ګواکې په متن کې خبرې وباسي او واشنګټن نه نوي هدایت ورکول کېږي، خو امریکایانو بیا ویل چې طالبان په خبرو کې دلچسپي نه لري.

بل خوا په قطر کې د طالب استازو ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټ کې لیکلي نهم پړاو په بریا پای ته رسېدلی، خو زیاته کړې یې ده چې نن (وږی ۱۰/سپټمبر ۱) له غرمې وروسته به له امریکايي استازو سره ځینې تخنیکي خبرې بشپړې کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم هیله ښودلې وه چې د سولې دواړه غاړې به په اول د سېپټمبر یانې د نن یکشنبې په ورځ یوې پایلې ته ورسېږي.

تر اوسه لا جزئیات معلوم نه دي او امریکايي مذاکره کوونکي ټینګار کوي چې تر اوسه هېڅ هوکړه وروستۍ شوې نه ده، څو یې اعلان کړي.

خو امریکايي چارواکو بي بي سي ته ویلي چې د دواړو خواوو د وروستي هوکړې پراساس به امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي او په مقابل کې یې طالبان ژمن دي چې هغه ډلو ته به اجازه ورنه کړی چې د دې هېواد او د هغې د متحدینو پرضد د اورپکو استخدام، تمویل او روزلو په ګډون ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي.

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی خلیلزاد به د حکومتي مشرتابه په ګډون له شمېر افغانانو سره د سلا مشورو لپاره کابل ته سفر وکړي.

امریکايي چارواکي ویلي: " هېڅ ډول احتمالي توافق به پر ړوند باور ولاړ نه وي، بلکې د ښکاره ژمنتیا پراساس به وي چې د هغې پلي کېدل به زموږ تر څارنې او څېړنې لاندې وي."

تمه کېږي چې د امریکايي او طالب استازو د هوکړې په لاسلیک به 'بین الافغاني' خبرې پیل شي چې په دې سره به طالبان نورو افغانانو ته پر دایمي اوربند، د افغانستان راتلونکی، د سیاسي نظام ډول، اساسي قانون، د ښځو حقونه او په ټولنه کې د طالبانو مدغمېدل شامل دي.