عبدالله: داسې سوله نه منو چې د ټولو حقونه پکې خوندي نه وي

د عکس سرچینه، CEO OFFICE
د افغانستان را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله د کابل لویې جرګې په خیمه کې پخپله دویمه ټاکنیزه غونډه کې چې د ځوانانو لپاره وه، د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی دی.
ښاغلي عبدالله ویلي، هغه سوله د منلو ده چې د ټولو حقونه او لاسته راوړنې پکې خوندي وي او ټاکنې هم د افغانستان د خلکو یو حق دی.
افغانستان کې ټاکنیز کمپاینونه د زمري یا اسد په ۶مه پیل دي. ښاغلي عبدالله د لویې جرګې تالار کې خپلو پلویانو ته وینا کې پرته له دې چې د راتلونکي پروګرامونه روښانه کړي، تر ډېره د خپلو ټاکنیزو سیالانو پر څرګندونو او کړنو نیوکې وکړې.
د سولې بهیر ته په اشارې سره نوموړي وویل، سوله د هر افغان غوښتنه ده، باید د ټولو افغانانو حقونه پکې خوندي وي، خو په وینا یې ټاکنې هم د افغانانو لویه لاسته راوړنه او حق دی:
ټاکنې د افغانونو له حقونو یو حق دی، دا د خلکو برخلیک ټاکونکې لاسته راوړنه ده، نو ټول پام او تمرکز باید د ټاکنو پر ترسره کولو وي، چې رڼې ټاکنې وشي. که سوله ژر وشي او فرصت وي، نو دا خو د تړلو درازو تر شا نه پاتېږي، ټول خلک به خبر وي.))
ښاغلی عبدالله وویل چې خپلو ټاکنیزو کمپاینونو ته به دوام ورکړي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ پلوي انوار الحق احدي هم د ولسمشر محمد اشرف غني پر اقتصادي پروګرامونو نیوکې وکړې. نوموړي ادعا وکړه، ولسمشر ځکه پر ټاکنو ټینګار کوي چې خپله ولسمشر شي او د سولې بهیر په خپله خوښه پر مخ بوځي.
ټاکل شوې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د تلې یا میزان پر شپږمه وشي. ټاکنیز کمپاینونه به د ټاکنو له ورځې اته څلوېښت ساعته مخکې پای ته ورسېږي.
د افغانستان ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ۱۷ کسان کاندیدان دي، خو د ګوتو په شمېر دغو کسانو خپل ټاکنیز کمپاینونه پيل کړي دي.
د دغو ټاکنیزو کمپاینونو د پیکه رنګ یو لامل د سولې په روانو خبرو کې ګونګ حالت بلل کېږي، په داسې حال کې چې ویل کېږي امریکا او طالبان یوې هوکړې ته نژدې شوي دي.
د عامو خلکو په ګډون یو شمېر نوماندان او پلویان یې په دې باور دي چې که د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې مثبتې پایلې ولري، ښايي د ولسمشرۍ پر ټاکنو هم اغېز وکړي.








