پر کندوز د طالبانو بريد

د ویډیو تشریح، پر کندوز د طالبانو بريد

داسې حال کې چې طالب مرکچيان دوحه کې له امریکايانو سره د جګړې درولو يو جوړجاړي پر سر پر خبرو لګيا دي، له کندوزه د نن ورځې لومړيو کې د درنې جګړې راپورونه ورکړل شوي دي. راپورونو کې ويل شوي، چې طالبانو له څو خواوو پر کندوز بريد کړی دی. ځانګړي افغان ځواکونه بيا د ځايي امنيتي ځواکونو ملاتړ ته ورغلي چې پر دې ښار د طالبانو د ولکې مخه ډب کړي. برېښنا او ټليفونو ليکې پرې شوې، او د ښار اوسيدونکي اړ شوی، چې خپلو کورونو کې پنا واخلي، او لا د جګړې بشپړه انځورنه يو سخت کار دی. تر اوسه د څلورو کسانو د وژل کېدو خبره شوې، داسې حال کې چې د نښتو له امله لږترلږه ۳۰ ټپيان د کندوز مرکزي روغتون ته وروړل شوي دي. زلمی اشنا پرې د ګاونډي ولايت تخار له تلقانو نور حال راکوي