د کندوز پولیسو پر مشر ځانمرګی برید شوی
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د کندوز ښار چوک سیمه کې هغه مهال یوه چاودنه شوې، چې د دغه ولایت امنیې قوماندان له خبریالانو سره په خبرو بوخت و.
د نوموړي په وینا دغه پېښه کې لس کسان وژل شوي او د امنیه قوماندان په ګډون پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
بل لور ته د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر پاڼه لیکلي، دغه برید د دوی ملګري کړی او ادعا کوي چې دغه برید کې د کندوز امنیه قوماندان منظور ستانکزی وژل شوی دی.
خو د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د چاودنې څرنګوالي او د وژل شویو او ټپي کسانو د پېژندګلوۍ په تړاو به وروسته معلومات خپاره شي.
بل لور ته د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د کورنیو چارو او دفاع وزیران کندوز ته تللي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټر پاڼه لیکلي، ''له طالبانو سره مې نن د کندوز جګړې په تړاو خبرې وکړي، دوی ته مې وویل، دغه ډول تاو تریخوالی باید ودرول شي. ''
نوموړی زیاتوي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر هم کندوز ته تللی چې 'له ښاره د دفاع لپاره د افغان ځواکونو پر مرسته توجه مرکوزه کړي. '
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د جمعې پر ورځ دغه برید داسې مهال شوی، چې د قطر په دوحه کې د وسله والو طالبانو او امریکايي مرکچیانو تر منځ د افغان سولې په تړاو د نهم پړاو خبرې روانې دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، پر کندوز د وسله والو طالبانو برید د ده په وینا د دې ډلې د رهبرانو د ناستې له موضوع سره چې په دوحه کې جریان لري، په ټکر کې دي.
که څه هم طالبانو ادعا کړې چې د کندوز ښار په ځینو برخو کې یې پرمختګونه کړي، خو افغان امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو بریدونه یې پر شا تمبولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته له افغان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر غني د طالبانو د دغه برید د غندلو تر څنګ وویل، د هېوادوالو د ځان او مال ساتنه د حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې جدي تعهد موجود دی. اعلامیه کې ویل شوي:
''د طالبانو دغه ډول اعمال د دې ډلې د رهبرانو د ناستې له موضوع سره چې په دوحه کې جریان لري، په ټکر کې دي، حال دا چې د افغانستان خلک د جګړې د پای ته رسېدو او پایداره سولې چې خلک په کې باعزته ژوند وکړي، غوښتونکي دي. ''
له دې مخکې د افغانستان کندوز ولایت سیمه ییز چارواکو وویل، د طالبانو د تېرې شپې له برید را ورسته اوس افغان کومانډو ځواکونه جګړې ته ورغلي او پوځي چورلکې پر طالبانو بریدونه کوي.
د افغانستان په کندوز ولایت کې د حکومتي روغتون یوې سرچینې بي بي سي ته وویل چې وسله وال طالبان اوس له روغتون څخه وتلي دي.
یاده سرچینه وايي، تر اوسه د جګړې له سیمو دوی ته ۳۰ ټپیان او څلور مړي ور وړل شوي، چې په مړو کې یوه کوچنۍ نجلۍ هم ده او ډېری ټپیان هم ولسي وګړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، کندوز ته د ځانګړو ځواکونو او پولیسو ۳۳۳ سرتېري رسېدلي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې چاڼیز عملیات روان دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان چارواکي دا هم وايي، په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې یې ۲۶ طالبان وژلي دي. د افغانستان دفاع وزارت ویلي، طالبانو په یوه روغتون کې ناروغان یرغمل کړي او د خلکو له کورونو د مورچلونو په توګه کار اخلي.
د کندوز ښاریان وايي، په کورونو کې ایسار پاتې دي د مخابراتو او برېښنا په ګډون هېڅ ډول خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د بي بي سي خبریال زلمی اشنا وايي، تېره شپه نژدې ۲ بجې له څو اړخونو پر کندوز ښار بریدونه وکړل. چرخاب، سه صد فامیلي، سه درک، کله ګاو او زاخېل د کندوز ښار په څنډو کې هغه سیمې دي چې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د سختو نښتو شاهدې وې.
د جګړې په تودیدو سره، نن مخابراتي شبکې بندې او د برښنا مزي پرې شوي او عامه خدمتونه تو د خلکو لاسرسی ستونزمن شوی دی. کندوز ته ټولې ورغلې لارې تړلې دي، حوزوي روغتون هم نن د جګړو مرکز وو، لا هم مالومه نه ده چې خلکو خپل ناروغان او ټپیان کومو روغتونونو او چېرته وړي دي.
د کندوز ښار یو اوسېدونکی نوید وايي، هغه کورنۍ چې په کورونو کې ایسار پاتې دي، خوړو او درملو ته اړتیا لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې طالبانو په برنج بازار، بالاحصار، پل سفید او کله ګاو سیمو کې یو څه پرمختګونه کړي، خو امنیتي چارواکي دا ادعا نه مني.
ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي، عمومي سړک د طالبانو په ولکه کې دی چې په وینا یې د کندوز ښار له کابل بندر سره نژدې د خاک کني سیمه ده هم نیولې ده.
نوموړی زیاتوي:
"د کندوز ښار د درېیمې حوزې امر کلک ټپي شو، ګڼ شمېر پولیس يې وژل شوي دي."
د کندوز امنیه قوماندان منظور ستانکزی، رسنیو ته په لېږلې ویډیويي پیغام کې ویلي، کندوز ته په کافی اندازه ځواکونه رسېدلي او دغه ځوانه په بشپړه همغږۍ له طالبانو سره جنګېږي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، پر کندوز ښار د طالبانو برید په شا تمبول شوی دی.
د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزی نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالبان د کندوز په ځینو سیمو کې د خلکو کورونه د مورچلونو په توګه کاروي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
کندوز د افغانستان په شمال ختیځ کې له نا کراره ولایتونو یو دی، کندوز ښار په تېرو کلونو کې دوه ځله د طالبانو ګوتو ته ورغلی. خبریالان وايي، که څه هم تېرو درېیو میاشتو کې کندوز د افغانستان د ځینې نورو ولایتونو پرتله نسبتاً کرار وو، خو د طالبانو وروستی برید، د کندوز ښاریان سخت اندېشمن کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت دا هم وايي، چې د کندوز ښار ته څېرمه څلورو سیمو کې د افغان هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کندوز د پولیسو ویاند سید سرور حسیني وايي، طالبانو تېره شپه له څلورو خواوو پر کندوز ښار برید کړی چې په وینا یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې او متقابل برید روان دی.
د حکومت د رسنیو د مرکز مشر فیروز بشري بي بي سي ته وویل، دوی پر طالبانو هوايي بریدونه پیل کړي، خو طالبانو د خلکو په کورونو کې ځای نیولی او له روغتون څخه په ګټې اخېستو ځان ته خوندي ځای لټوي.
نوموړی وايي، له همدې کبله عملیات ورو روان دي.
وړاندې ښاغلي بشري رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي و، طالبان شمال ختیځ (بدخشان، تخار او بغلان) ولایتونو کې تر زیات فشار لاندې دي چې پر کندوز ښار د برید له لارې غواړي د رسنیو پام بلې خوا ته واړوي.
په تخار کې د بي بي سي خبریال ته د کندوز حوزوري روغتون یوې بلې سرچینې ویلي، نن د شنبې په ورځ یې غوښتل روغتون ته ولاړه شي، خو لارې بندې وې، طالبان د حوزوي روغتون مخې ته (باغ زراعت) سیمه کې جګړه کوي.
یاده سرچینه وايي، د جګړې له ځایه دوی ته نهه ټپي شوي ملکیان او دوه وژل شوي پوځيان وروړل شوي.
د کندوز سقوط، لاملونه او تاوان
د ۲۰۱۵ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو د بریدونو پایله کې کندوز سقوط وکړ، دا ښار یې د څو ورځو لپاره په ولکه کې و او طالبانو دا یوه ستره لاسته راوړنه وبلله، خو څو ورځې وروسته د ناټو په مرسته افغان ځواکونو دغه ولایت بېرته ونیو.
یو کال وروسته، د ۲۰۱۶ میلادي کال اکتوبر په ۳مه هم طالبانو د افغانستان په شمال کې د کندوز پر مرکز له ختیځ او لوېدیځ پلوه بریدونه وکړل او د دې ښار ځینې سیمې یې ونیولې.
د طالبانو لاس ته د کندوز ولایت د لوېدلو حقیقت موندنې کمېسیون پلاوي، د دغه ښار د سقوط اصلي لاملونه د مشرتابه کمزوري او د امنیتي جوړښتونو پېچلتیاوې په ګوته کړې.
دغه پلاوي د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د پریوتو په مخنیوي کې، د افغانستان د امنیت پر ملي شورا او نورو امنیتي ادارو سختې نیوکې وکړې.

د کندوز اهمیت
د افغانستان په شمال ختیځ کې د کندوز ښار سقوط په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو له پرځېدو وروسته د افغان حکومت تر ټولو خرابه ماته ده.
کندوز چې د افغانستان یو تر ټولو ستر ښار دی، د هېواد شمال لپاره له ستراتېژیک پلوه د ټرانسپورټ مهمه لاره بلل کېږي.
لویې لارې کندوز په سوېل کې له کابل، په لوېدیځ کې له مزار شریف او په شمال کې له تاجکستان سره نښلوي.
خو دغه ښار تل د طالبانو لپاره سمبولیک اهمیت لرلی ځکه له ۲۰۰۱ میلادي کال مخکې دا په شمال کې د دوی مهم مرکز و.
"د نشه يي توکو د قاچاق لاره"
کندوز د افغانستان شمالي ولایتونو د دروازې په توګه ګنل کېږي او په مرکزي اسیا کې د دغه هېواد له ګاونډي تاجکستان سره ګډه پوله لري.
تاجکستان سره پوله پرانېستې ده او له دغې لارې افغانستان کې جوړ اپین او هیروئین مرکزي اسیا ته قاچاقېږي او بالاخره اروپا ته رسېږي.
د دغې سیمې امنیت د جرمني ځواکونو مسولیت و، خو په ۲۰۱۳ میلاډي کال کې دغه مسؤلیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو، خو کندوز ډېرې نورې ستونزې هم لري: په دغه ولایت کې د ناسمې حکومتولۍ، بې کفایتۍ او د ځینو ځايي چارواکو ځورونې له کبله ډېر خلک ناخوښ دي.
د ولایت د کلیوالو سیمو چې اکثریت خلک په کې اوسېږي، ډېرې برخې لا له وړاندې د طالبانو په ولکې کې دي. اورپکو په تېرو دوو کلونو کې دلته خپله جګړه سخته کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP
اټکل دی ښار کې شاوخوا ۳۰۰ زره خلک اوسېږي، خو ښايي دغه شمېرې بدلېدونکې وي ځکه د روان کال په پیل کې د جګړو له کبله ډېر خلک له دغې سیمې تښتېدلي دي.
که څه هم اورپکي په شا تمبول شوي وو، خو په سیمه کې یې شمېر تل زیات و او ډېرو شنونکو باور درلود چې طالبان هر مهال د یوه پیاوړي برید توان لري.
د دغه راپور په جوړولو کې د بي بي سي خبریالانو داود اعظمي او عنایت الحق یاسیني هم مرسته کړې ده.











