د کندوز ښار څنډو کې نښتې شوې دي
رپوټونو کې ویل شوي د افغانستان کندوز ښار په څنډو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې روانې دي. ویل کېږي، دغو نښتو کې چې تېره شپه پیل شوې، د پولیسو یوه پوسته وسله والو طالبانو نیولې ده.
د تخار - کندوز لویه لاره د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده، خو د کندوز بغلان لار پرانیستې ده. افغان چارواکي وايي، کندوز نښتو کې یې طالبان په شا تمبولي دي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ښار ته د طالبانو نژدې کېدل ردوي او وايي، هیڅ پوسته یې نه ده نیولې او طالبانو هېڅ پرمختګ نه دی کړی.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
د ښاغلي رضايي په وینا افغان ځواکونو د بهرنیو هوايي ځواکونو په ملاتړ د کندوز په چاردره او امام صاحب ولسوالیو کې څو هدفونه ویشتلي او د طالبانو د څلورو قومندانانو په ګډون یې ۴۲ وسله وال طالبان وژلي دي.
د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
بل لور ته په کندوز کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، لږ تر لږه ۲۳ ټپیان چې ډېر یې نظامیان دي، د کندوز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. د سرچینې په وینا دغه روغتون ته لږ تر لږه د دوو پوځیانو مړي هم لېږدول شوي دي.
د بغلان په ځینې سیمو، د بلخ په چاربولک ولسوالۍ، د فاریاب په پشتون کوټ او خواجه ناموسا سیمو کې هم له تېرې شپې راهیسې د حکومتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د طالبانو هغه برید پای ته رسېدلی چې تېره شپه پیل شوی و او دواړه لوري یوه بل ته د درانه زیان اړولو ادعا کوي، خو پلازمېنه کابل کې امنیتي او دفاعي ادارې د دغو جګړو په اړه پټه خوله ده.









