''پلخمري کې عامو خلکو د ځان دفاع لپاره وسلې پورته کړې''

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي و، د پلخمري ښار په درېیو برخو کې یې طالب وسله وال ځپلي او له ښاره یې ایستلي دي (ارشیف تصویر)

له څلورو ورځو راهیسې د کابل ـ شمال او د کابل شمال ختیځ تر منځ لارې د بغلان پلخمري ښار کې تړل شوې دي. وسلوالو طالبانو د روانې اونۍ په پیل کې له دریو لوریو، د کیله ګي له دښتې، مرکزي بغلان او چشمه شېر له سیمې د بغلان په مرکز پلخمري ښار برید وکړ، چې ورسره د کابل ـ شمال لویه لاره هم وتړل شوه.

د بغلان ولایتي شورا رئیس صفدر محسني بي بي سي ته وویل،امنیتي ځواکونو په څلور ورځنیو عملیاتو کې ونشو کړای، چې پلخمري ښار له کلابندۍ وژغوري. ښاغلی محسني وایي، تر اوسه امنیتی ځواکونه نه دي توانیدلي، طالبان د دغه ښار له دروازو څخه لرې کړي.

نوموړی زیاتوي، ځايي خلک کور په کور د ښار د دفاع لپاره مسلح شوي دي. د نوموړي په خبره زرګونه موټر په ښار او لویو لارو کې بند پاتې دي او ښار د خوراکي توکو له کمښت او لوړو بیو سره مخامخ دی.

بل لور ته یو شمېر مسافر وايي، څلور ورځې کېږي، چې د بغلان لویې لارې په اوږدو کې په هوټلو، پارکونو او موټرو کې پراته دي، چې له ډېرو سره د اوبو او ډوډۍ پیسې هم نه دي پاتې.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

پر دغه لاره موټر چلوونکي وايي، طالبانو د کیله ګي، چشمه شېر او د پلخمري ښار په درېیمه ناحیه (بند دو) کې چک پاینټونه یا پاټکونه جوړ کړي او خلک هڅه کوي، چې د غرو له لارې تګ راتګ وکړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي په زرګونو مسافر د خوراکي توکو له کمښت او لوړ قیمت سره مخامخ شوي دي. په همدې حال کې یو شمېر مسافر وايي د ډوډۍ او اوبو اخیستو لپاره یې پیسې په خلاصېدو دي.

د پلخمري ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي له تېرو څلورو ورځو راهیسې په دغه ښار کې دولتي ادارو او د مخابراتي شبکو فعالیت ځنډېدلي دي. په بغلان کې دولتي چارواکي وايي امنیتي ځواکونه کوښښ کوي، چې ښار د طالبانو له محاصرې خلاص کړي. له تېرې یوې اونۍ راهیسې طالبانو د شمال پر لویو لارو او ولایتو کې بریدونه زیات کړي.